د دوو ایالتونو له لومړنیو رایو داسې ښکاري چې ټرامپ مخکې دی

FORT WORTH, TX - FEBRUARY 26: Republican presidential candidate Donald Trump speaks at a rally at the Fort Worth Convention Center on February 26, 2016 in Fort Worth, Texas. Trump is campaigning in Texas, days ahead of the Super Tuesday primary. (Photo by Tom Pennington/Getty Images)

د دوو ایالتونو له لومړنیو رایو داسې ښکاري چې ټرامپ مخکې دی

د امریکا د متحده ایالاتو په اکثرو لویدیځو ایالتونو کې لا هم رای اچونه روانه ده، خو د انتخاباتو ناظرین د هغو ایالتونو رپوټونو ته سترگې په لار دي چې د انتخاباتو اصلي سرنوشت معلومولای شي او هغوی ته “متردد ایالتونه” ویل کیږي.

د رای ورکوونکو د نظر پوښتنې او د کنتاکی او انډیانا په ایالتونو کې د رائیو د یو شمیر مرکزونو له تړلو وروسته څرگندیږي چې دونالد ټرمپ د هیلري کلنتن په پرتله په دغو دوو ایالتونو کې مخکې دی.

خو وروستۍ نتیجې به په ډاگه کړي چې جمهوري غوښتونکی کاندید دونالد ټرمپ خپله مخکښي ساتلی شي او که نه.

د امریکا په نورو ۴٨ ایالتونو کې رای شمیرنې پیل او یا هم په پیل کیدو دي چې د ټولو رائیو له شمیرلو وروسته به څرگنده شي چې کوم کاندید ٢٧٠ انتخاباتي حوزې گټي او د امریکا راتلونکی ولشمر به شي.

متردد یا دوه زړي ایالتونه هغه دي چې اکثریت وگړي په ثابته او بشپړه توگه د کوم گوند پلوي نه کوي، او دا ایالتونه تل د کاندیدانو د انتخاباتي مبارزې ډگر وي.

فلوریدا، شمالي کارولینا، میشیگن، اوهایو، پنسلوانیا، نوادا او د اریزونا ایالتونه تر تیرې اونۍ پورې د “مبارزې ډگر” ایالتونه گڼل کیدل.

د امریکا په ختیځ ایالتونو کې د رای د مرکزونو په تړلو سره د فلوریدا، شمالي کارولینا، پنسلوانیا او اوهایو د رائیو نتجې اعلانیږي او څرگنده به شي چې څوک – دموکراته هیلري کلنتن او یا جمهوری غوښتونکی دونالد ټرمپ – به ددې ایالتونو گټونکی شي.

شمالي کارولینا په ځانگړې توگه د پاملرنې وړ ده او دواړه کاندیدان د انتخاباتي مبارزې له پیل راهیسې په مجموعي توگه ٢١ ځلې د رای ورکوونکو د پلوۍ د جلبولو په خاطر دغه ایالت ته تللي دي.

د امریکا ټول ایالتونه د هغوی د نفوس په اساس په ٥٣٨ حوزو ویشل شوی دی چې په ټاکنو کې د بریالیتوب لپاره یو کاندید باید د انتخاباتي حوزو۲۷۰ رای خپلې کړي.

فلوریدا او اوهایو د زیاتو انتخاباتي حوزو په لرلو سره تل د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو په سرنوشت کې مهم رول درلودلی دی.

په تیرو څلور لسیزو کې جمهوري غوښتونکي شپږ ځلې او دموکراتان څلور ځلې په فلوریدا کې بریالي شوي دي. همداشان د جمهوري ریاست په تیرو لسو انتخاباتو کې ددې دوو گوندونو څخه هریو پنځه پنځه ځلې په اوهایو کې بریا ترلاسه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *