د امريکا ولسمشرۍ په ټاکنو کې په بې باورۍ سره جنجالي نوماند ډونالډ ټرامپ بريا تر لاسه کړه

د امريکا ولسمشرۍ په ټاکنو کې په بې باورۍ سره جنجالي نوماند ډونالډ ټرامپ بريا تر لاسه کړه

ډونالډ ټرامپ له ۲۷۰ الکترال ټاکل شويو رايو ډيرو، ۲۸۸ رايو په تر لاسه کولو سره د امريکا ۴۵  ولسمشر شو، خو هيلاري کلنټون ويلي چي هر څه به سبا سهار روښانه شي

دامریکا اوسیدونکي تیره ورځ د رایو ورکولو په موخه اړوندو مرکزونو ته لاړل او په هر مرکز کې د رایې پای ته رسیدو پر مهال د رایو پایلې اعلان شوې.

امریکایي رسنیو په هر ایالت کې د دواړو نوماندانو رایې اعلانولې او هر مرکز د رایو په اعلان سره خپل کار پای ته رساوه.

د امریکا د ولسمشری ټاکنې د الکترال په سیستم پر مخ ځي. هر ایالت د نفوس له مخې بیلا بیلو ډوله الکترال رایې لري. کالفیرنیا  چې تر ټولو ګن میشتی ایالت دی په ټاکنو کې پنځه پنڅوس الکترال رایې لري او په دې ایالت کې ګټونکی نږدې په ټوله امریکا کې  ګټونکي شمیرل کیږي. تر اوسه د ددې رایو له مخې هیلاري کلنټون دوه سوه اتلس او ډونالډ ټرامپ ۲۸۸ دالکترال رایې خپلې کړې دي.

له دې سره د ولسمشری ټاکنو ترڅنګ د کنګرې ټاکنې هم تر سره شوې او د امریکا د ولسي او هم د مشرانو جرګو لپاره نوې نوماندان ټاکل شوي دي. په دې ټاکنو کې د مشرانو جرګې سلو  او د ولسي جرګې څلور دیرش غړي ټاکل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *