هند کې به د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ روپیو نوټونه له منځه لاړ شي
هند کې به د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ روپیو نوټونه له منځه لاړ شي
هند حکومت د تورو پېسو مخنیوي لپاره د نومبر له نهمې نېټې وروسته د پنځو سوو او زرو هندي روپیو بانکي نوټونو بندولو اعلان کړی.
دغه مهم اعلان لومړي وزیر نرېندرا مودي د دوشنبې په ورځ یوه وینا کې وکړ.
لومړی وزیر وویل هغه کسان چې دغه نوټونه لري په پوسته خانو یا خپلو بانکي حسابونو کې کېږدي او د دغو پېسو لپاره هېڅ حد نه دی ټاکل شوی. هند غواړي له جاپانه د یو نیم ملیارده ډالرو په ارزښت الوتکې واخلي. هند کې د هوا ککړتيا له امله ۱۷۰۰ ښوونځي تړل شوي دي. په نوي ډېلي کې د هوا ډېرې ککړتیا خلک اندېښمن کړي
لومړي وزیر خلکو ته وویل، چې دغه پېسې به د همدوی ملکیت وي. خو هغه کسان چې تورې پېسې لري دوی به اړ وي چې د مالیې چارواکو ته ووايي، چې دغه پېسې یې له کومه راوړې او ولې یې پرې مالیه نه ده ورکړې.
بانکونه به دغه اسانتیا د دسمبر له لسمې تر دېرشمې نېټې پورې چمتو کوي.
لومړي وزیر دا هم وویل، چې د سې شنبې پر ورځ او د هېواد په ځینو برخو کې به د چهارشنبې پر ورځ هم اي ټي ایم مشینونه غیرفعال وي.
د سې شنبې پر ورځ به بانکونو دروازې د مشتریانو پر مخ تړلې وي، چې دوی وکولای شي د نوي سسټم لپاره ځان چمتو کړي.
بل لور ته حکومت د دوو زرو روپیو نوي بانکي نوټ خپرولو اعلان هم کړي.
راتلونکو څو ورځو پورې به له بانکي حسابونو د پېسو ایستلو لپاره هم یو حد ټاکل کېږي، خو لومړی وزیر وايي ژر به دغه بندیز پای ومومي.