په پاکستان کې سني او شعیه مذهبی مشران نیول شوي

په پاکستان کې سني او شعیه مذهبی مشران نیول شوي

د پاکستان د تروریزم سره د مبارزې د پولیسو یوه افسر جند شیخ ویلي دي چې په نیول شویو کسانو کې د پاکستان خلق یا پیپلز پارټۍ پخوانی وکیل فیصل رضا عابدي هم شامل دی.

عابدي شعیه مذهبي مشر دی چې د طالبانو ضد ډله یې درلوده. پولیسو دغه کسان پدې خاطر نیولي دي چې د کراچۍ په ښار کې د تازه فرقوي شخړو په هکله ترې تحقیقات وکړي.

سني او شعیه مبارزینو نن په کراچۍ کې د دغو چاپو او د خپلو مشرانو د نیولو په خلاف اعتراضیه غوندې او جلسونو کړیدي. د پولیسو یوه افسر رزاق خان اې پي خبري اژانس ته ویلي دي چې شعیه مظاهره چیانو د تقریباً اتو ساعتونو لپاره یوه لویه لار هم تړلې وه چې پولیس یې مجبور کړل د هغوي د تیت او پرک کولو لپاره د اوښکې بهوونکي ګاز نه کار واخلي.

د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ اخ او ډب هم شویدی.

په پاکستان کې سني وسله والې ډلې اکثره د القاعده او طالبانو سره اړیکې لري. دوي شعیه ګان ” مرتدین” ګڼي او وخت نا وخته یې په هغوي بریدونه هم کړیدي.

پولیس وایي چې د کراچۍ په ښار کې چې سني مذهبه مشران پدې تازه وخت کې وژل شوي، ښایي چې د شعیه وسله والو ډلو کار به وي.

د سنده ولایت اعلی وزیر مراد علي شاه مطبوعاتو ته ویلي دي چې پولیسو د لشکرې جهنګوي د غړیو په کورنو هم چاپې اچولې او د دې ډلې دوه وسله وال یې نیولي دي. مراد علي شاه ویلي دي چې پولیسو په مدرسو هم چاپې اچولي خو هغه پدې باره کې نور جزیات ورنکړل.

په پاکستان کې د اسلامي سخت او فرقوي ډلو په خلاف جګړه د تیرو لسو کالونو راپدیخوا روانه ده. دغه ډلې د پاکستان په ځینو غټو ښارونو کې قوي حضور لري او د القاعده د شبکې او طالبانو سره هم راشه درشه لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *