په لوګر کې 4 ماین پاکان تښتول شوي

په لوګر کې ۴ ماین پاکان تښتول شوي

د لوګر له خوښۍ ولسوالۍ څخه ناپېژاندو وسله والو کسانو د سټرلېنګ ماين پاکۍ موسسې څلور کارکوونکي او يو شمېر موټر تښتولي دي.

د لوګر د والي وياند سليم خان صالح وويل، چې دغه افغان ماين پاکان او د هغوی اووه موټر تېره ورځ ناوخته د خوښۍ ولسوالۍ له برګ کنډو سيمې څخه د محمداغې ولسوالۍ د زرغون ښار ناامنه سيمې ته تښتول شوي دي.

صالح زياته کړه، چې تښتول شوي څلور واړه د يادې موسسې موټر چلوونکي دي او په موټرو کې څلور سوپرکېسټم او درې کاسټر دي، چې ددغې موسسې د کارکوونکو د سپړلۍ موټرو په توګه ترې کار اخيستل کېده.

د خوښۍ ولسوال عبدالحميد حامد خبريالانو ته ادعا کړې ده، چې دغه کسان د سيمې وسله والو طالبانو تښتولي دي، خو زياته کړې يې ده، چې د خلاصون په موخه يې د قومي سپين ږيرو په منځګريتوب هڅې پيل کړې دي.

تر اوسه ددې کسانو د تښتونې مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستی، مګر طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې طالبانو د يوه تړون له مخې سټرلېنګ موسسې ته په لوګر ولايت کې د کار کوولو اجازه ورکړې ده.

سټرلېنګ موسسه، چې کارکوونکي يې افغانان دي، له تېرو دوو کلونو راهيسې د لوګر په مرکز پل علم، خوښۍ او محمداغې ولسواليو کې د ماين پاکۍ چارې مخته وړي.

په تېرو دوو کلونو کې دا څلورم ځل دی، چې ددغې موسسې کارکوونکي د ناڅرګندو وسله والو له لوري برمته کېږي، مګر تر يو څه مودې وروسته بېرته خوشي شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *