د کردستان خپلواکې ادارې ریس بیا وایي د موصل عملیات له پیچلتیاوو سره مخ شوي
د کردستان خپلواکې ادارې ریس بیا وایي د موصل عملیات له پیچلتیاوو سره مخ شوي ده ویلي له داعشه د اقتصادي او مالي ملاتړ له مخې دوی په دې سیمه کې مقاومت کوي او همدا لامل دی چې عملیات یې اوږده کړي دي.
مسرور بارزاني- “له دې سره که تاسو له پوځي لارې داعش ته ماته ورکړی، له ټولو سیمو ددوی ایستل به په بشپړه توګه دوی ته د ماتې په مانا نه وي نو د داعش پر وړاندې جګړه به یوه اوږده جګړه وي. نه یواځي پوځي جګړه بلکې اقتصادي او ایدیولوژي جګړه به وي.”
دده په وینا د داعش پر وړاندې په مبارزه کې به ددوی له لوري د نیولو شمیو سیمو د پاکوالي له مخې او پر دوی بریا به ډيره موده ونیسي، ځکه ددې ښار نقشه کوچونۍ ده او په دې سیمه کې ډيری داعشیان شتون لري چې دوی به د امنیتي ځواکونو پر وړاندې مقاومت زور ورکړي.