د هند دسفارت درې غړې له پاکستان څخه ووتل

د هند دسفارت درې غړې له پاکستان څخه ووتل

په پاکستان کې د هند دسفارت درې غړي د سه شنبي په ورځ وروسته له هغې د پاکستان لخوا د «جاسوسۍ » تور پرې ولګول شو له پاکستانه ووتل. دامطلب دان ورځپاڼې ور کړی دي. دغه درې ديبلوماتان هريو آنوراگ سینگ، ویجی کومار ورما ، او سلمان ناندا کمار دي. دوی د هند دسفارت د هغو اتو کسانو له ډلې حخه دي چې تيره اونۍ دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت تورن کړل چې د هند امنيتي خدمتونو ته کار کوي. لکه چې ورځپاڼه خبر ورکوي چې ديپلوماتان د پاکستان د بينظير بوټو له هوائي ډګر څخه د هند پر لور والوتل خو الوتکې په دوبۍ کې هم تم شوي ده. هند پخوا د خبلو ديپلوماتانو په وړاندې ټول تورونه رد کړي دي. دهند بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په چارواکو غږ وکړ چې د دیپلوماتانو خوندیتوب تامين کړي. په اسلام اباد کې د هند د سفارت په اتو ديپلوماتانو د «جاسوسی » تور په داسې حال کې لګول شوی چې پاکستان هم څه موده مخکې له نوې دهلي څخه د مختلفو سرچينو د معلوماتو له مخې له ۴ تر ۶ تنو پورې خپل ديپلوماټان بيا هم د «جاسوسۍ » په تور چې هند لګولي وه پاکستان ته راوغوښتل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *