هرات كې په روان كال کې د پوليسو ليكو ته ۲۰۰ ښځې نیول شوې
هرات كې په روان كال کې د پوليسو ليكو ته ۲۰۰ ښځې نیول شوې
سږ كال په هرات ولايت كې ۲۰۰ ښځې د پوليسو ليكو ته جذب شوي، چې اوس مهال په نظامي زده كړو بوختې دي.
د هغوى په وينا، روان كال په ټول هېواد كې ۵۰۰۰ ښځې د پوليسو له ليكو سره يو ځاى شوې دي.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي وايي، چې د دغو ښځينه پوليسو له ډلې شاوخوا ۵۰۰ تنه يې د روزنيزو دورو له بشپړولو وروسته له تركيې نه خپل هېواد ته راغلې دي.
نوموړى زياتوي، ښځې د نارينه وو په څېر له دښمنانو سره په مبارزه كې ښې وړتيا لري او د ټولنې د نيمې برخې په توګه د نارينه وو ترڅنګ كولى شي د دولت له وسله والو مخالفينو سره وجنګېږي.
دا په داسې حال كې ده، چې يوه نيمه لسيزه وړاندې په هېواد كې خلكو خپلو لوڼو ته اجازه نه وركوله، چې د امنيتي ځواكونو ليكو ته جذب شي.