د عراق امنیتي سرتیري د موصل هوایي ډګر ته نږدې شوي
د عراق امنیتي سرتیري د موصل هوایي ډګر ته نږدې شوي
جنرال جودات ویلي دي چې امنیتي ځواکونه اوس د همام العلیل په مرکز کې دي چې د موصل نه پنځلس کیلومتره لیرې پرته سیمه ده.
د عراق د موصل په ښار کې داعش جنګیالي پرون د شنبې په ورځ یو دم د ښار د منځه راپورته شول او د عراق د خاصو عملیاتو په ځواکونو یې د هاوان توغندي وار کړل او ځانمرګي بریدونه یې وکړل. جګړه په محلي وخت د شپې تر ناوخته پورې روانه وه.
داعش د ډلې جګړه مارانو د ښار د بیلا بیلو برخو نه د هاوان توغندي واورل او هم یې خاصو نشان زنانو د عراق د خاصو عملیاتو په ځواکونو ډزې کولې.
د جګړې په لومړیو کرښو کې عام خلک هم لیدل شوي چې سپین بیرغونه ورسره و. چارواکي وایي د دې نه معلومیږي چې د داعش ډله د عامو خلکو نه د انساني سپر په توګه کار اخلي.
د عراق د خاصو عملیاتو د ځواکونو قوماندان تورن جنرال سمیع العریدي وایي چې د موصل د ښار په نیولو کې د هوایي بریدونو نه کار نشي اخیستل کیدی ځکه چې تاوان یې عامو خلکو ته رسیږي.