پر پاکستاني سرتیرو له برید وروسته تورخم لاره تړل شوې ده

پر پاکستاني سرتیرو له برید وروسته تورخم لاره تړل شوې ده

پر امنیتي ځواکونو له برید وروسته یې د پېښورـ تورخم لار وتړله. د وسلوالو د یکشنبې شپې په برید کې یو خاصه دار وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

له دې پېښې وروسته امنیتي ځواکونو له خیبر تېرېدونکې د پېښور- ترخم لار تړلې.

وسلوالو له پېښور سره نښلېدلي د جمرود ولسوالۍ په تخته بېګ کې د خاصه دارو او ملېشه ځواکونو په ګډه پوسته د سپکو او درنو وسلو برید کړی و، چې له امله یې یو خاصه دار ووژل شو او د ملېشه ځواک درې سرتېري ټپیان شول.

په سیمه کې امنیتي چارواکي وايي، د یکشنبې په ورځ یې په جمرود او ور څېرمه سیمو کې ګرځبندیز لګولی او پراخ چاڼیز عملیات یې پیل کړې دي.

دوی دا هم وايي، چې د عملیاتو له امله د پېښور- تورخم لویه لار د هر ډول موټرو په مخ تړل شوې ده.

چارواکي وايي، په باړه کې یې هم ګرځبندیز لګولی او هلته هم کور په کور تلاشي روانه ده.

ځايي خلک وايي، د ګرځبندیز او لار بندېدلو له امله د تورخم ـ پېښور ترمنځ تلونکي په لسګونو موټر په تورخم او لنډي کوتل کې ایسار دي.

په خیبر ایجنسي کې امنیتي ځواکونو یو کال مخکې د خیبر یو او خیبر دوه په نوم له عملیاتو وروسته وویل، چې دا سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده، خو وخت ناوخت پر دغو ځواکونو وسلوال بریدونه کېږي.

صوابۍ کې پر امنیتي ځواکونو برید

له بلې خوا په پښتونخوا په صوابۍ کې چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو وسلوالو په نښته کې دوه وسلوال او یو پولیس وژل شوی او بل پولیس ټپي شوی دی.

په سیمه کې د پولیسو مشر جاوېد اقبال له ځايي خبریال انور شاه سره په خبرو کې ویلي، وسلوالو په یوه دوکان کې سنګر نیولی او له درې ساعته نښتې وروسته ووژل شول.

نوموړی وايي، تراوسه د وسلوالو پېژندګلوي نه ده شوې چې د سیمې دي او که له بل ځای د بریدونو لپاره صوابۍ ته تللي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *