په عراق کي د د نينوا او رقي له نړيوالې لويي لارې څخه د داعش وسله وال په شا شوي

په عراق کي د د نينوا او رقي له نړيوالې لويي لارې څخه د داعش وسله وال په شا شوي دي له دي هيواده د رارسيدلو ريپوټونو له مخي اوس مهال ددي لارې واک د حشد الشعبي وسله والو په لاس کي دی

د عراق حشد الشعبی وسله والې ډلی مشر چې د موصل لویدیځه برخه دوی ته سپارل شوې ویلي: دوی د نینوا رقې ښار لویه لاره چې په عراق او سوریه کې د داعش د اړیکو لاره ګڼل کیږي نیولې ده. د رقې ښار چې په همدي نامه د ولایت نوم دی او په سوریه کې د خلافت اعلان پکې شوی د داعش وسله والې ډلې له اصلي مرکزونو څخه شمیرل کیږي. په تیرو دوه کلونو کې د داعش وسله والې ډلې په عراق او سوریه کې د فشارونو په راوستلو سره له دې لاره کار اخستی دی او په ډې لاره یې یوه او بل هیواد ته وسله وال او وسلې لیږدولې. د نومه وړې وسله والې ډلې له لوري دډې لارې په نیول کیدو سره په عراق او سوریه کې د داعش د وسله والو ترمنځ اړیکې پریې شوې دي.

حشد الشعبي ډله د عراق له امنیتي ځواکونو سره پّ ګډه د موصل پّ عملیاتو کې ګډون لري. له دې سره د کرد پیشمرګو هم په دې عملیاتو کې برخه اخستې چې تر اوسه یې په لسګونه کلي د داعش له وسله والو نیولي دي خو د هوکړې له مخې دا دوه ډلې نشي کولای د ښار مرکز ته دننه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *