داعش د اردوغان او بارزاني په مرسته پر کرکوک برید کړی

پایان ماه عسل داعش و اردوغان

داعش د اردوغان او بارزاني په مرسته پر کرکوک برید کړی

د داعش نیول شویو کسانو ویلي، د اردوغان او بارزاني د پلانونو له مخې یې پر کرکوک برید کړی وو.

د آذربایجان ټاون بي ټولنې د سونر مډیا له لوري چې د هیواد پالنې ټولنې اړوند رسنۍ دي، د کرکوک امنیتي سرتیرو له لوري د اخستل شوې یوی ویډیو په خپرولو سره اعلان کړی چې پر کرکوک کې د داعش پلان د اردوغان او بارزاني له لوري رامنځ ته شوی و.

په دې ویډیو کې د داعش نیول شوی جنګیالی وایي چې داعش د اردوغان او بارزاني د پلان له مخې کرکوک ته د ننه شول.

دې سایټ دې اعتراف ته په ورته پیغام کې چې د یوه بل داعشي له لوري خپور شوی لیکلي: «زمونږ ځواکونو د ترکیې الوتکو په وسیله د کرکوک څنګ ته د ساري تپې په نامه یوه کلې ته نږدې کښته کړل شول او د مخکینۍ همغږۍ له مخې د کرکوک ښار ته ننوتل».

د ویلو ده چې پر کرکوک د برید پر مهال د بارزاني تر حکم لاندې هیڅ یو پیشمرګه ونه وژل شو بلکې دې ځواکونو هغه برخې ته تر ډيره مرګ ژوبله واوښته کوم چې د جلال طالباني د هیواد پالنې د ټولنې اړوند وو.

ددې ډلې یو پیژندل شوی قومندان استاد رسول هم په خپلو خبرو کې ویلي، د تر لاسه شویو اسنادو له مخې داسې ښکاري چې په کرکوک برید د کورنیو او بهرنیو اړخوو له لوري رامنځ ته شوی وو. په دې وروستیو کې له داعش څخه د اردوغان او بارزاني ملاتړ د روښانیدو په حال کې دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *