له هند سره په گډه پوله کې پاکستاني پوځيان له ترهگرو سره مرسته کوي

له هند سره په گډه پوله کې پاکستاني پوځيان له ترهگرو سره مرسته کوي

هندي پوځي مسولينو ويلي دوی داسې انځورونه تر لاسه کړي چي درې تنه ترهگر له پولي د را وښتو هځه کوي خو د هندي سرتيرو په غبرگون سره د پاکستاني پوځيانو له لوري ژغورل کيږي

د هند او پاکستان له ګډې پولې داسې انځورونه خپاره شوي چې هند ته د د دریو ترهګرو د اوشتی او د هندی سرتیرو د غبرګون پر مهال د پاکستاني پوځیانو له لوري یې د ژغوریدو ښکارندویي کوي. هندي سرتیري وایي کله چې دوی ددې ترهګرو د نیولو هڅه کوله د پاکستاني پوځیانو له لوري دوی ته د تیښتې او ژغورنې لاره هواره شوې ده.

دهارميندرا پاريخ – « له دې سره چې دې بریدګرو ماته خوړلې او شاتګ ته اړ شوي دي خو پاکستاني پوځیانو ددوی ژغورنې ته لاره هواره کړې ده دا ډول ترهګر کله چې د هندي سرتیرو له غبرګون سره مخ کیږي په ډيرې هوساینې سره د پاکستاني پوځیانو په مرسته خپلو مرکزونو ته ګرځول کیږي.”

د دې هندي چارواکي په وینا، دې دریو بریدګرو غوښتل د هند خاورې ته په ننوتلو سره د دیوالي په مراسمو کې وسله وال او ځانمرګي بریدونه تر سره کړي. دا مراسم هرکال په هند کې تر سره کیږي او د دې هیواد په هره برخه کې په میلیونونه کسان پکې ګډون کوي.

د هند او پآکستان ترمنځ شخړې له هغه وروسته ډيرې شوې کله چې له ګډې پولې سره نږدې د پوځیانو په یوه مرکز په ډله ایز برید کې اولس کسان ووژل شول او هند پاکستان په دې برید کې پّ لاس لرلو تورن کړ خو پاکستان بیا تل دا تورونه رد کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *