د عراق لومړي وزیر پر داعش غږ کړی
د عراق لومړي وزیر پر داعش غږ کړی
یا دې تسلیم شي او یا دې مرګ ته ځانونه چمتو کړي. حیدر عبادي دا څرګندونې موصل ته د عراقي ځواکونو د نژدې کېدو پرمهال کړې دي.
نوموړي د عراق پر ملي تلوېزیون خپله وینا کې داعش ته په اشارې سره وویل: “دوی هېڅ فرصت نه لري. یا به تسلیمېږي او یا به وژل کېږي.”
د عراق ځانګړي ځواکونه د موصل ښار- چې له “اسلامي دولت” ډلې سره دی، ختیځې ځنډې په ۱٫۵ کیلومترۍ کې او ښار ته د ننوتلو په پار د عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.
د ښار وروستي حد کې بزاویه کلي ته له ترهګرۍ سره د مبارزې ځواکونه ننوتلي. سلګونو پوځيانو دغه کلي ته د ننوتلو لپاره د دوشنبې په ګهیځ عملیات وکړل. له یادو ځواکونو سره د بي بي سي یو خبریال وايي، په عملیاتو کې ځواکونه له مقاومت او موټربم بریدونو سره مخامخ شول.
د موصل ښار نیولو لپاره له څو اونیو راهیسې چمتووالی نیول کېده، چې بالاخره تېره اونۍ له څو ورځنیو جګړو وروسته عملیات د لنډ مهال لپاره وځنډول شول.
په دې عملیاتو د عراقي امنیتي ځواکونو، کردي پیشمرګه او د سني قبایلو د وسله والو او شیعه پاڅونوالو په ګډون نژدې ۵۰ زره پوځيان برخه لري.