شوروی ۵۵ کاله وړاندې اټومي آزموینه تر سره کړې

شوروی ۵۵ کاله وړاندې اټومي آزموینه تر سره کړې

د ۱۹۶۱ کال د اکتوبر په ۳۱ نیټه شوروي اتحاد په تاریخ کی د تر ټولو پیاوړي هوايي ترموهستوي بم آزموینه تر سره کړه. د «سپوتنیک» رادیو د هغې ورځې پیښې احیا کړې او همدارنګه یې د شاه بم د راغورځولو په هکله د نړیوالې ټولنې غبرګون راپه یاد کړی دی. په ۱۹۴۳ کال کی امریکا په تاریخ کی د ډله ایزې وژنې د لومړۍ وسلې — اتمي بم، د جوړولو په هکله د «مانهیتن» د پروژې د پلي کولو کار پیل کړ. د ۱۹۴۵ کال د جولای په ۱۶ نیټه امریکایانو لومړۍ آزموینه د نیو — مکسیکو د الاموګورود په پولیګون کی تر سره کړه او د اګست په ۶ او ۹ نیټه یې اتمي بمونه د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي ښارونو استعمال کړل. تقریباً په همدغه وخت کی شوروی اتحاد د خپلې هستوي وسلې جوړول پیل کړل. په شوروی اتحاد کی د ترموهستوي وسلې د جوړولو کار له ۱۹۵۴ کال راهیسې د ایګور کورچاتوف په مشری او د فزیک پوهانو د ډلې: اندرې سخروف، ویکتور آدامسکي، یوري بابایف، یوري سمیرنوف، یوري ترونتیف او نورو په ګډون، تر سره کیده. تر ۱۹۵۹ کاله د آزموینې لپاره تیارۍ بشپړ شو، خو نیکیته خروشچیوف امر ورکړ چی کار وځنډول شي — هغه له امریکا سره د اړیکو ښه کیدو ته هیله من وو. لکه څرنګه چی د ۱۹۵۹ — ۱۹۶۱ کلونو پیښو وښوده، لویدیزو هیوادونو او د امریکا مشرتابه نه غوښتل چی یو د بل په وړاندې تیریدنه وکړي. شوروی اتحاد د وسلې د آزموینې بیا پیل ته د تیارۍ په هکله پریکړه وکړه. د АN602 جوړ شوي بم طاقت ۱۰۰ میګا ټنو ته ورسید. په لویدیځ کی یې هغه د لوی جسامت او طاقت په سبب د شاه بم په نامه یاد کړ. هغه همدارنګه د کوزکینا مور په نامه یاد شوی وو — دا نوم د نیکیته خروشچیوف د نامتو څرګندونې سره تړلې چی د امریکا د جمهور رییس له مرستیال ریچارد نیکسون سره د کتنې په ترځ کی یې لویدیځ ته د کوزکینا مور د ښودلو وعده ورکړې وه. دې بم رسمي نوم نه درلود. د هغه جوړونکو ترموهستوي دستګاه د «ایوان» په شفري کلمه یا په ساده توګه د «V محصول» په نامه یاده کړی وه. د آزموینې د ترسره کولو په هکله د نووایا زیملیه د ټاپوګانو په پولیګون کی پریکړه شوې وه او پخپله بم د ارزاماس — ۱۶ په محرمه موسسه کی جوړ شوی وو. د ۱۹۶۱ کال د سپتمبر د میاشتې او د اکتوبر د لومړۍ نیمایي په بهیر کی په ارزاماس — ۱۶ کی د بم د آزمویني لپاره وروستی تیاري روانه وه. د شوروی اتحاد د کمونیست ګوند په XXII کنګره کی نیکیته خروشچیوف د بم د طاقت د نیمايي کمښت — تر ۵۰ میګاټنو، په هکله خبر ورکړ. په موازي توګه د لیږدوونکي الوتکې د تیارولو کار روان وو. بم د خپل لوی جسامت — د ۸ مترو په شاوخوا کی اوږدوالي او دوو مترو سور — له کبله په تو — ۹۵ الوتکه کی نه ځائیده. د اکتوبر د میاشتې د ۳۰ نیټې په سهار له هوايي اډې د نووایا زیملیه په لور دوه الوتکې: تو — ۹۵، د شاه بم لیږدونکې او د تو — ۱۶ لابراتواري الوتکه چی په هغو کی د مستند فلم جوړونکو سپاره وو، والوتلې. د بم وزن تر ۲۶ ټنو (پخپله د بم وزن له پاراشوټ سره) زیات وو چی د هغه د لیږدولو په وخت کی یې ټاکلې ستونزې رامنځ ته کولې. ویکتور آدامسکي خپلې خاطرې داسې بیانوي:« د بم په دننه کی کارګر تر سینې غرق ناست وو او کوم څه یې ویلډینګ کول، ما ته په غیرارادي توګه په ښکاري الوتکه کی پیلوټ راپه یاد شو — بم دومره غیرعادي لوی وو. د هغه اندازه د طرحه کوونکو د حیرانۍ سبب ګرزیده». تر الوتنې دوه ساعته وروسته یې بم د تقریباً لسو زرو مترو له جګوالي د وچې پزې د هستوي پولیګون په سیمه کی راوغورځاوه. ړندوونکی رڼا خوره شوه او هوا ته د هستوي مرخیړي پښه پورته شوه. د چاودنې له کبله راپیدا شوي سایزمیکي څپه دری ځله د ځمکې د کرې پر شاوخوا راوګزریده. مرخیړۍ د ۴۰ ثانیو په ترځ کی تر ۳۰ کیلومترو لوړ شو او وروسته یې تر ۶۷ کیلو مترو وده وکړه. لیږدوونکې الوتکه په دغه وخت کی د بم د غورځولو له سیمې د نه ۴۵ کیلومترو په واټن کی واقع وه. د چاودنې له ځایه د ۲۷۰ کیلومتر په واټن د وړانګو ټکان احساسیده. په نژدې کلو کی د استوګنې کورونه وران شوي وو. له پولیګون نه په سل ګونو کیلومتره لیرې رادیويي ارتباط له منځه تللی وو. یوازې تر هغه وروسته چی الوتکه په خیر اډې ته راستنه شوه، دا معلومات تایید شول چی ترموهستوي دستګاه کار ورکړی. هغه پوهان چی د شاه بم جوړولو ته ګمارل شوي وو ډیر ښه پوهیدل

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *