د ډنمارک د یوه کور په یخچال کې د کډوالو مړي موندل شوي
د ډنمارک د یوه کور په یخچال کې د کډوالو مړي موندل شوي
د ډنمارک پولیسو ویلي، د هېواد جنوب کې د یوه کور په یخچال کې یې د سوریې د یوې کډوالې او د هغې د دوو ماشومانو جسدونه موندلې دي.
امنیتي چارواکو ویلي، قرباني شوي کسان د یخچال د ننه وژل شوي، خو په اړه یې نور جزییات نه لري.
دا وحشیانه جرم په ابینرا ښار کې د یکشنبې په ورځ د پولیسو له خوا وموندل شو.
پولیس وايي، ۲۷ کلنه ښځه او د هغې دوې لوڼې چې عمرونه یې نهه او اوه کلونه دي، یخچال ته په زور ور ننویستل شوې دي.
د قرباني شوې یوې خپلوانې پولیسو ته خبر ورکړی و چې له څو ورځو راهیسې یې له هغې سره اړیکه پرې شوې ده.
پولیس وايي، د وژل شوې کډوالې له مېړه سره د اړیکې نیولو هڅه کوي او پر هغه په جرم کې د ګډون شک هم کېږي.
د ډنمارک خپرنیو کې داسې رپوټونه هم راغلي، چې ګني د وژل شوې ښځې مېړه، چې د دوو وژل شویو نجونو پلار هم دی، له یادې کورنۍ سره نه اوسېده.
دغه کورنۍ تېر کال ډنمارک ته رسېدلې او د پناه غوښتنه یې منل شوې ده.