د راغون برښنا ډنډ د رغولو کار پيل شو

د راغون برښنا ډنډ د رغولو کار پيل شو

ددي ډنډ د پرانستلو په مراسمو کي چي د تاجکستان ختيځ په لوړه سيمه کي شتون لري، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په گډون په سلگونه کسانو گډون کړی وو ددي ډنډ په رغيدو سره به په سيمه کي تاجکستان د برښنا توليدونکي او صادرونکي په لوي هيواد بدل شي

د تاجکستان په دې غرنۍ سیمه کې له پلازمینې په یوسل لس کلیو مترۍ کې پرته په سلګونه تاجکستانیان را ټول شوي او ددې هیواد د بیرغ په رپولو سره یې د راغوان ډنډ د رغاونې کار پیل کړ. ددې هیواد ولسمشر امام علی رحمان د خپل هیواد د بیرغ په رپولو سره پر دې ډنډ د کار له پیلولو خوښي څرګنده کړه او له هغه بلډوزر چلونکې سره ودرید کوم چې په دې سیمه کې کار کوي.

تاجکستان د جولای په میاشت کې له یوه ایټالیایي شرکت سره د درې اعشاریه نهو میلیاردو ډالرو په ارزښت ددې ډنډ د رغاونې تړون لاسلیک کړ. په نولس اویایم کال کې هم پر دې پروژې کار پیل شوی وو خو د شوروي په ماتې سره په نولس سوه نویم کال کی یې کار په ټپه بند کړل شو.

خو اوس ټاکل شوې  چې دا بند د درې سوه پنځه دیرشو مترو په لوړ والي سره چې د درې زره شپږ سوه میګاواټه برښنا د تولید وړتیا به ولري ورغول شي. تاجکستاني چارواکیو ویلي ددې ډنډ په رغاونې سره به ددوی د برښنا ستونزې هوارې شي. مخکې له دې یو شمیر هیوادونو لکه ازبیکستان په دې لوړ والي سره ددې ډنډ له رغاونې سره مخالفت څرګنده کړی وو ویلي یې وو چې په رغیدو سره به یې ګواښونه رامنځ ته شي خو د نوي ولسمشر په راتګ سره ازبیکستان هم له مخالفت څخه لاس اخستی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *