د حکومتي مشرانو شکايتونو دافغان امنيتي ځواکونو پر روحيي بده اغيزه کړې

د حکومتي مشرانو شکايتونو دافغان امنيتي ځواکونو پر روحيي بده اغيزه کړې او له هيواده د پانگوني د ايستلو لامل شوي دي

مشرانو جرگي له دي سره نن يوځل بيا له حکومتي مشرانو غوښتي ترځو خپل اختلافات له رسنيو لري وساتي او خپل منځۍ ستونزې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې هوارې کړي

د ملي یوالي حکومت د مشرانو ترمنځ د نه همغږۍ شتون له څو ورځو راهیسې په جدیت سره یادیږي. له نیوکو نیولې بیا تر غبرګونونو.

د سناتورانو په آند دې مسلې د جګړو په ډګر کې د افغان امنیتي سرتیرو پر روحیې بده اغیزه کړې او له هیواده د پانګې د ایستول لامل شوي

یو شمیر سناتورانو ددې ستونزو د هواری په برخه کې د ملي شورا د منځګړیتوب غوښتنه کړې ده. دوی هیله مند دي چې د ولس کور نیک نیت به د ملي یوالي حکومت مشران ترمنځ د مخالفتونونو دلرې کولو لامل شي.

په ورته حال کې له عربي هیوادونو څخه د افغانستاان به لور د داعش د رالیږد په هکله اندیښنې را پاریدلې دي. یو شمیر سناتورانو په دې هکله د حکومت او نړیوالې ټولنې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

ددې سناتورانو په آند که چیرې به افغانستان کې د داعش پر وړاندې جدي چلند ونشي نو دا ډله به د هیواد او سیمې لپاره لوی ګواښونه را منځ ته کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *