د عراق مليشو يوې ډلې ويلي دوی د موصل له عملياتو وروسته د سوريې دولت سره همکاری ته چمتو دي
د عراق مليشو يوې ډلې ويلي دوی د موصل له عملياتو وروسته د سوريې دولت سره همکاری ته چمتو دي او په سوريه کي به هم دوی د داعش پر وړاندې جگړې ته دوام ورکړي
د عراق مليشو يوې ډلې ویلي دوی په سوریه کې هم د داعش پر وړاندې جګړې ته چمتوالی لري. دا لومړی ځل دی چې په عراق کې یوه وسله واله ډله د دمشق له حکومت سره د مرستې اعلان کوي
احمد الاسد – “کله چې مونږ په عراق کې بنسټپالي له منځه یوسو چمتو یو تر څو په هره هغه سیمه کې چې د عراق امنیت ته ګواښ پیښېږي جګړه وکړو او سوریه یو له هغه هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې په کې بنسټپالې ډلې د عراق امنیت ته ګواښ پیښولی شي. مونږ دې ته چمتو یو تر څو د عراق او سوریې د ایتلاف په کړۍ کې پّ سوریه کې هم جګړه وکړو.”
دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي د داعش وسله وال به له عراقه سوریې ته وتښتي. په ورته حال کې د سوریې په حلب ښار کې د دولتي سرتیرو او وسله والو مخالفینو ترمنځ یې سختې نښتې روانې دي. تیره ورځ په دې ښار کې د پرمختګونو په هکله بیلا بیل ډوله ریپوټونه ورکړل شوي دي.