په يمن کي د کولرا ناروغي مخ په ډيريدو ده

په يمن کي د کولرا ناروغي مخ په ډيريدو ده د روغتيا نړيوال سازمان ويلي په تيرو دريو اونيو کي يواځې په پلازمينه صنعا کي يو زر څلور سوه لس کسان په دي ناروغي اخته شوي دي

درې اونۍ وړاندې په یمن کې د کولرا ناروغي رامنځ ته شوه. د یمن روغتیا وزارت د اکتوبر میاشتې په شبږمه نیټه ددې ناروغۍ له خپریدو خبر ورکړ او د همدي میاشتې په لسمه نیټه یواځې لس مثبت پیښې ثبت شوې وې. خو د روغتیا نړیوال سازمان دا منلې چې اوس مهال د یمن په پلازمینه صنعا کې د امکاناتو د نیمګړتیا له امله په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمیره له زرو لوړه شوې ده.

تريک جاساري ويک- “د اکتوبر میاشتې په شپږمنه نیټه د یمن روغتیا وزارت د کولرا ناروغۍ له رامڼځ ته کیدو خبر ورکړی دی خو له دې وروسته زمونږ د څیړنو له مخې د اکتوبر تر اوه ویشتمې په دې ناروغۍ د اخته کسانو مشیره یوزر څلور سوه لسو کسانو ته ورسیده له دې وروسته په یو شمیر نورو ښارونو کې هم د دې ناروغۍ نښې لیدل شوې دي.”

خو دا یواځې د کولرا ناروغۍ نده چې د یمنیانو ژوند یې تریخ کړی دی. په یمن کې د جګړې ډیرښت او د هوایي بریدونو دوام هم په دې هیواد کې د ژوندانه چارې له ستونزو سره مخ کړي دي اوس مهال ددې هیواد له یو ویشت میلیونو اوسیدونکو نیمایي یې د بیوځلۍ کرښې لاندې ژوند کوي. د ملګرو ملتونو د یونسف ادارې په وینا اوس مهال په یمن کې اوه اعشاریه څلور میلیونه ماشومان بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري او درې سوه اویا زره ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

د خوړ نړیوال سازمان تر اوسه یواځې په دې بریالی شوی چې شپږو میلیونو یمني ماشومانو ته خواړه چمتو کړي خو په دې هیواد کې د انساني ناورین لمن تر ډيره پراخه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *