د عراق په موصل ښار کي داعش ملکي کسان له ځان سره بيولي او له دوی څخه د انساني سپر په توگه کار اخلي

ملگرو ملتونو ويلي د عراق په موصل ښار کي داعش ملکي کسان له ځان سره بيولي او له دوی څخه د انساني سپر په توگه کار اخلي په ورته حال کي دې اداري ويلي چي داعش ددوی له غوښتنو د سر غړوني په تور دوه سوه درويشت کسان اعدام کړي.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ادارې د ویاند په وینا، له وژل شویو څخه یوسل نوي تنه یې پخواني پوځیان او دوه څلویښت نور یې ملکي کسان دي چې دظاهر له مخې دوی د داعش له غوښتنو د سرغړونې په تور اعدام شوي دي. راوینا شمداساني ویلي داعش د بزدلانه تګلارې په خپلولو سره ویلي دې ډلې ډيری ملکي کسان له ځان سره بیولي او له دوی څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي

د میرمن شمداساني په وینا: پّ دې وروستیو کې ملګرو ملتونو ته کره اسناد رسیدلي چې د داعش له لوري په زور سره د ملکي کسانو کډه کولو ښکارندویي کوي چې په بیلا بیلو سیمو کې یې شمیره شپږو زرو کورنیو ته رسیږي.

ملګرو ملتونو هم پّ تیره اونۍ کې ویلي وو چې داعش له یو شمیر سیمو د خلکو د وتلو مخنیوی کوي او هغه کسان چې له دې سیمو د وتلو هڅه کوي د خیانت په تور تورنیږي. خو له دې سره تر اوسه دوه سوه زره کسان د خپلو سیمو په پریښودلو بریالي شوي دي.

بدرالدين- “د نینوا ولایت د آزادی راهیسې بارتیلا او بعشیقه ښارونو ته نږدې کورنیو هم کډوالی ته پیل کړی دی تر اوسه له دوه سوه زره نیولی تر دوه سوه پنځوسو کورنۍ دې پنډغالي ته راغلې دي او له دوی سره لومړنۍ مرستې شوي دي.”

له داعشه د موصل ښار د نیولو عملیات دوه اونۍ وړاندې پیل شول چې په لړ کې دولتي سرتیرو تر ډيره پرمختګونه هم کړي دي پیشمرګه ځواکونو د بعشیقه ښار هم کلابند کړی چې د داعش تر واک لاندې سیمې به ونیسي

قادرمميح- “مونږ د بردیک غرونو له لوري د دراویش او جربوع سیمو په لور د پرمختګ په حال کې یو اوس اوس د بعشیقه په سیمه کې یو. ددې بهیر په لړ کې مونږ په ښه توګه د داعش پر وړاندې مبارزه کړې ده د خدای شکر دی چې مونږ ددوی د ماتې او خپلو موخو ته د رسیدو وړتیا لرو.”

موصل د عراق یو له لویو ښارونو څخه دی چې تر اوسه هم په ډې ښار کې یو نیم میلیونه کسان ژوند کوي ددې ښار مرکز ته په نږدې کیدو سره دا ویره شتون لري چې داعش به له دې کسانو د سپر په توګه کار واخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *