اردوغان: آمریکا داعش رامنځ ته کړی

اردوغان: آمریکا داعش رامنځ ته کړی

د ترکیې ډیلې صباح ورځپاڼې د ریپوټ له مخې، اردوغان د اینه کول په سیمه کې د خبرو پر مهال ویلي: داسې اسناد په لاس کې لري چې د امریکا د اطلاعاتو اوسني ریس جان برنان، او شهزاده بندر بن سلطان چې د سعودي عربستان د اطلاعاتو پخوانی ریس وو، په دوه زره نهم کال کې یې له یوه بل سره لیدلي دي.

دوی په دې لیدنه کې هوکړه کړې وه ترڅو داسې یوه ترهګریزه ډله رامنځ ته کړي چې په سیمه کې د دواړو هیوادونو په ګټه کار وکړي.

له دې سره د ترکیې ولسمشر ویلي، اوباما د داعش له مشرانو سره د همغږۍ له مخې د هغه داستان پلان رامنځ ته کونکی دی چې امریکا به د موصل په جګړه کې بریالۍ کوي ترڅو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډونوالو رایې تر لاسه کړي، په داسې حال کې چې مونږ هڅه کوو ترڅو د ترکیې او سیمې د امنیت لپاره په یوه ریښتینې جګړه کې ترهګرو ته ماته ورکړو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *