په سوريه کي د ترکيي ملاتړو وسله والو په تيرو 24 ساعتونو کي دري سيمي تر لاسه کړې دي
په سوريه کي د ترکيي ملاتړو وسله والو په تيرو ۲۴ ساعتونو کي دري سيمي تر لاسه کړې دي په ورته حال کي د امريکا دفاع وزارت ويلي دوی په سوريه او عراق کي د داعش وسله والې ډلي د له منځه وړلو لپاره پراخ کمپاين پيل کړی دي
پّ سوریه کې د ترکیې تر ملاتړ لاندې د وسله والو ډلو ویلي، په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې دوی درې سیمې نیولې دي. ددوی په وینا، په دې عملیات کې د داعش دوه اویا وسله وال وژل شوي دي او پنځه لس کردي وسله وال وژل شوي دي.
په ورته حال کې د امریکا دفاع وزارت ویلي چې په سوریه او عراق کې د داعش د له منځه وړلو لپاره پراخ پلان نیولی دی. ده دا څرګندونې په فرانسه کې د لویدیځو هیوادونو د دفاع وزیرانو له ناستې وروسته کړې دي.
اشتون کارتر – “مونږ اوس مهال له خپلو ملګرو سره د داعش د له منځه وړلو لپاره یو پلان رامنځ ته کړی دی. لکه څرنګه چې په دې ناسته کې یې یادونه شوې اوس مونږ د داعش پر وړاندې د سیمه ایزو مبارزینو په ځواکمنولو بوخت یو دا په سوریه او عراق کې د داعش د سرطان له منځه وړلو لپاره یوه جدي مبارزه ده.”
د موصل په عملیاتو کې د د امریکا په مشری د داعش پر وړاندې د مبارزې ایتلاف هوایي بریدونو ډیره ګټه رسولې خو په دې هکله په سوریه کې پر دوی نیوکې ډيرې دي. د سوریې جګړه چې پنځم کال ته رسیږي له امله یې دوه سوه اویا زره کسان وژل شوي او په میلیونونه نور کډوالۍ ته اړ شوي دي.