د يمن ډيری اوسيدونکي له خوارځواکۍ سره مخ دي
د يمن ډيری اوسيدونکي له خوارځواکۍ سره مخ دي د ريپوټونو له مخي ددي هيواد د يو ويشت ميليونه اوسيدونکو څخه څوارلس ميليونه يي خوارخواکۍ گواښي او دا په دي هيواد کي د انساني ناورين د رامنځ ته کيدو ښکارندويي کوي
اتلس کلنه عایشه له خوارځواکۍ څخه ځوریږي نو ځکه روه روغتون ته را وستول شوې ده. روغتیایي مسولینو ویلي: دا نجلۍ په یوه لرې پرته سیمه کې ژوند کوي او پنځه کاله وړاندې له دې ناروغۍ سره مخ نه وه او په یوه بیړۍ کې یې کار کاوه خو اوس د ناروغۍ په بستر کې پرته ده.
سعيده احمد بقيلي- عمه بيمار…. ښه وه هیڅ ستونزه یې نه درلوده وروسته بیا ناروغه شوه دا له پنځو کلونو راهیسې ناروغه ده او د خوړو وس نلري دا وایې ستوڼۍ یې ستونزه لري او څه نشي تیرولی.”
ددې وضعیت له یوه کال راهیسې بدتره شوی دی او روغتیایي مسولین ددې د ناروغۍ لامل بیوځلې بولي.
اسما بهايجي – “مونږ پر دې ځینې آزموینې کړې دي دا د نري رنځ په ناروغۍ نده اخته اصلي ستونزه یې خوار ځواکۍ او بد اقتصادي حالت دی دا د خوارځواکۍ څخه ځوریږي.”
دا اتلس کلنه نجلۍ د هغه څوارلس میلیونو کسانو څخه یوه ده چې له دې ناروغۍ سره لاس او ګریوان ده د یمن جګړې ددې هیواد نیمایي اوسیدونکي له دې حالت سره مخ کړي دي، ددې نجلۍ حالت دهغه کسانو د ژوندانه ښکارندویی کوي کوم چې د جګړې له امله له دې دول حالاتو سره مخ شوي دي ویل شوي چې په دې هیواد کې لوږه د ورځې په تیریدو سره د ډيریدو په حال کې ده.