د عراق موصل ښار په عملياتو کي د ترکيې ونډې په هکله د بغداد او انقري ترمنځ ناندرۍ روانې دي

د عراق موصل ښار په عملياتو کي د ترکيې ونډې په هکله د بغداد او انقري ترمنځ ناندرۍ روانې دي   په ورته حال کي د لويديځو هيوادونو په لسگونه دفاع وزيرانو د فرانسي په ناسته کي گډون کړی دی

دعراق موصل ښار عملیات نهمې ورځې ته وغځیدل چې تر اوسه یې په لړ کې د موصل شاوخوا ځینې سیمې له وسله والو پاکې شوې دي. عراقي ځواکونه وایي دوی اوس مهال په په  دې سیمو کې د داعش جنګیالیو پلټنې کوي.

عبدالغني اسدي – “مونږ اوس مهال د داعش جنګیالیو په لټه کې یو ځکه کیدای شي دوی په دې سیمه کې پټ شوې وي. د خدای په فضل حالات ښه دي مونږ دا پړاو په ښه توګه تر سره کړی دی.  همدا اوس تاسو د هغه هوایي بریدونو غږونه اوری چې د ایتلاف د الوتکو له لوري پر داعشیانو تر سره کیږي.”

په ورته حال کې د موصل په عملیات کې د ترکیې د ګډون په هکله د بغداد او انقرې  ترمنځ ناندرۍ روانې دي. د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي یو ځل بیا د ترکي ځواکونو له ګدون سره مخالفت څرګند کړ. ده ویلي عراق له ترکیې سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی خو له دې سره ده ویلي چې دوی د موصل په ښار کې د ترکیې سرتیرو ګډون ته اړتیا نلري. عبادي له عراق سره د نړیوالې ټولنې پر مرستې او همکارۍ ټینګار کړی ویلي یې دي: نړیوال ایتلاف د عراقي ځواکونو ځواکمنتیا درک کړې او اوس مهال دوی د موصل ښار وروستي عملیات تر سره کوي.

مولود چاوش اوغلو – “که چیرې د عراق له خاورې ترکیې ته کوم ګواښ رامنځ ته شو  که چیرې د ترکیې امنیت د  عراق له خاورې زیانمن شو، څه ډول به له زغم څخه کار واخستل شي. په یاد ولری څخه ډول مو  چې په دې هکله په سوریه کې ګام پورته کړ په عراق کې به هم لاس تر زنې پاتې نشو.”

په ورته حال کې د یوشمیر لویدیځو هیوادونو د دفاع وزیران د پاریس په ناسته کې سره را ټول شوي دی ترڅو د عراق موصل په هکله خبرط وکړي. په دې ناسته کې د عراق دفاع وزیر ویلي: دا ناستې یواځې په موصل او عراق کې د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې د مبارزې په هکله دي چې د جګړو له امله له کډوالو سره مرستې به هم پکې وڅیړل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *