شربت ګله په پاکستان کې نیول شوې ده

شربت ګله په پاکستان کې نیول شوې ده

پولیسو د چهارشنبې په شپه په پېښور کې د شربت ګل پر کور چاپه اچولې او هغه یې نیولې

پاکستاني چارواکي وايي چې پولیسو شربت ګله نیولې ده. شربت ګله هغه افغان میرمن وه، چې د خپلو غیر عادي شنو سترګو له کبله په نړۍ کې مشهوره شوه.

د پاکستان د فدرال د تحقیقاتي څانګې یو پلټونکي شاهد الیاس وویل چې شربت ګله په پاکستان کې د اوسېدو لپاره جعلي اسناد جوړ کړي وو.

ښاغلي الیاس وویل چې پولیسو د چهارشنبې په شپه په پېښور کې د شربت ګلې پر کور چاپه اچولې او هغه یې نیولې ده.

شربت ګله له هغه وروسته نړیوال شهرت پیدا کړ، چې په ۱۹۸۴ کال کې یو خبریال سټیف مکاري په پېښور کې د کډوالو په کمپ کې د هغه تصویر واخیست او بیا د نیشنل جغرافیې مجلې په خپل لومړي مخ باندې د هغه دا تصویر خپور کړ.

د شربت ګلې سترګې بېخې شنې دي چې د نورو انسانانو له عادي شنو سترګو سره توپیر کوي. خبریال مکاري په ۲۰۰۲ کال کې په دویم ځل بیا په افغانستان کې له شربت ګلې سره ولیدل.

خو ویل کیږي چې هغه بیا تېرکال پاکستان ته تللې او د چارواکو په خبره د اوسېدو لپاره یې جعلې اسناد جوړ کړي دي. تر اوسه په پېښور کې د افغانستان قونسګلرې په دې اړه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *