وسله والو طالبانو غوښتل په وروستيو خپلو پلانونو کي د غزني ښار او دکابل کندهار لويي لاري واک تر لاسه کړي

وسله والو طالبانو غوښتل په وروستيو خپلو پلانونو کي د غزني ښار او دکابل کندهار لويي لاري واک تر لاسه کړي ترڅو په دي سره هيواد ته لوي اقتصادي او امنيتي زيان ورسوي  د غزني ولايت مسولينو له دي سره هغه سرتيري  او افسران وستايل کوم چي د طالبانو ددي پلان په ناکامولو کي يي رغنده رول لوبولي دي

له غزني ولایت څخه د کابل کندهار نښلونکې لارې، له هغه ولایتونو کې ګډه پوله کوم چې له پاکستان سره ګډې پولې لري او کابل ته ددې ولایت نږدې والی هغه لاملونه دي چې دا ولایت یې د طالبانو د پام وړ ګرځولی دی.

د تندر دوه سوه دریم قول اردو قومندان جنرال محمد شریف یفتلي ویلي، د طالبانو وروستۍ پلان د غزني ښار او د کابل کندهار لویې لارې د یوې سیمې  نیول وو او که چیرې دوی په دې پلان کې بریالي شوي وی د هیواد اقتصاد او امنیت ته به یې لوی زیان اړولی و.

جنرال یفتلي زیاته کړې، د طالبانو  ددې پلان پر وړاندې د سلطان په نامه عملیات په لاره واچول شول چې شل ورځې یې دوام درلود.

د غزني والي عبدالکریم متین د طالبانو د بریدونو شنډیدو څخه یې خوښي څرګنده کړې ویلي یې دي. په وروستیو عملیات کې د دولت پنځه سوه وسله والو مخالفینو او څلویښتو امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه سرتیرو او افسرانو ته چې په دې عملیاتو کې یې ګډون کړی وو د  رتبو په، یوه میاشتنې اضافه معاش او مدالونو په ورکولو سره ستایل شوي  دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *