حیدر العبادی: له خلکو او ولس څخه دفاع، مقدسه دفاع ده

حیدر العبادی: له خلکو او ولس څخه دفاع، مقدسه دفاع ده

د عراق لومړي وزیر حیدرالعبادي د شنبه په ورځ د اسلامي ویښتیا په نهمه غونډه کې وویل: « له خلکو او ولس څخه دفاع مقدسه ده او مونږ د داوطلبی زرګونه غوښتنې تر لاسه کړې».

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي د اسلامي ویښتیا په ناسته کې د ترهګرو جنایات چې د دین تر سیوري لاندې تر سره کیږي. د عراق د حکومت او ولس پر وړاندې یوه لویه ستونزه ښودلې او د ترهګرۍ پر   وړاندې پر مبارزې د ټینګار ترڅنګ یې ویلي، د یوالي او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره یې نورو هیوادونو ته بلنه ورکړې او په دې برخه کې یې موصل عملیاتو ته اشاره کړې ده. له دې سره ده زیاته کړې: «د موصل راتلونکې به د تیرو دوه کلونو په پرته ډيره روښانه وي».

العبادي زیاته کړې، د عراقي سرتیرو او پیش مرګو یوالي د ترهګرو قهر را پارولی او زیاته کړې یې ده: « عراق د یو شمیر نورو هیوادونو پر خلاف چې د لږکیو ځپل یې غوره کړي خپل ټول هیوادوال په بیلا بیلو عقیدو سره په خپله سینه کې ځای ورکړی دی». ده خپلو کورنو ته د ټولو کډوال پر ور استولو تینګار کړی.

د عراق لومړي وزیر زیاته کړې: « مونږ له بیلا بیلو هیوادونو څخه د مرستې غوښتنه کړې خو ددوی له لوري ځوابونه ندي تر لاسه شوې، په زره پورې خو داده چې ځینې هیوادونه هڅه کوي ترڅو د داعش د له منځه وړلو مخنیوی وشي، ترکیې د ځواکونو د استولو ګواښ کړی او دی د خپلو مصالحو د پلي کیدو لپاره جنګیږي او غواړي په عراق کې خپل نفوس ډير کړي». ده ټول د ګډو مصالحو دتر لاسه کولو هڅو ته را وبلل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *