د مصر مفتی شوقی ابراهیم علام: وهابیت او داعش ساختګي ادیانو روښانتیا دي

احمد الطيب شيخ ِ الازهر مصر

د مصر مفتی شوقی ابراهیم علام: وهابیت او داعش ساختګي ادیانو روښانتیا دي

د مصر الوطن سایټ په یوه ریپوټ کې لیکلي، کله چې مصر د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د حلب په هکله دوه وړاندیزونه وکړل او دا یې ومنله نو د مصر پر وړاندې ډيری نیوکې وشوې ترهغې چې عربستان او قطر ددې منل کیدو یا تاییدی لپاره پر مصر کلکې نیوکې پیل  کړې او په ملګرو ملتونو کې د عربستان استازي عبدالله المعلمي دا رایه دردونکې وښوده.

د مصر جمهوریت مفتي دکتر شوقي ددې نیوکو پر وړاندې ویلي: د روسیې د پلان په هکله د مصر پریکړه سمه پریکړه ده. دا پریکړه د اسلامي امت په ګټه ده چې په دې سره پّ اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه په سوریه کې د ترهګرۍ د ودې مخنیوی وشي.

ددې ریپوټ له مخې ډاکتر شوقي اعلان کړی: یو شمیر هیوادونه په ملګرو ملتونو کې د مصر د پریکړې پر وړاندې، په خپله ساختګي دین او اعتقادات د خپلو موخو لپاره رامنځ ته کړي. له دې سره په اسلامي نړۍ کې دوی د خپلو ناخوالو ویجاړیو او تیریو لپاره دین توجیه کړی دي.

له دې سره چې دې سایټ ویلي: شوقي ویلي چې اسلامي امت باید یو غږ او یوالی وساتي او د اهل سنت له ملا امامانو لکه د ابي الحسن الاشعري او د ابي منصور الماتریدي له پلویانو اهل حدیث او حفني فقهاوو، مالکي، شافعي او د حنابله له معتدلو فقهاوو څخه غوښټي ترځو په خپل لاس د رامنځ ته شوی ساختګي ادیانو( وهابیت ااو داعش) پر وړاندې کلک دریځ غوره کړي. ځکه چې ددي ادیانو د رامنځ ته کولو موخه د اسلامي نړۍ له منځه وړل ده.

http://www.elwataannews.com/news/details/1501001/

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *