دکتر ولایتی در بغداد: باید د تکفیریانو اصلي څیرو د پیژندلو هڅه وشي

دکتر ولایتی در بغداد: باید د تکفیریانو اصلي څیرو د پیژندلو هڅه وشي

د ایران اسلامي ویښتیا د نړیوالې ناستې مشر ، دکتر علی اکبر ولایتی، په نړۍ کې د تکفیري او ترهګریزو څیرو د پیژندلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د اسلامي ویښتیا نړیوالې جرګې ریس، د اسلامي ویښتیا په نهمه غونډه کې چې په عراق کې له ترهګرۍ سره د سختې مبارزې په شرایطو کې په لاره اچول شوې وه ویلي: « د موصل ښار د عملیاتو پیل او له وسله والو سره د عراقي سرتیرو جګړه باید د ترهګرۍ پر و ړاندې د مبارزې پای ته رسیدل وي» له دې سره ده زیاته کړې: « عراق د تفرقې یه فتنې سره مخ دی او له دوه کلونو راهیسې داعش ډيری ستونزې رامنځ ته کړې وې خو د خلکو او حکومت په هڅو سره دا ستونزې هوارې شوې او له منځه تللې دي».

په نړیوالې چارو کې د مشرتابه سلاکار، د سیمې په ځانګړې توګه د سوریې، بحرین او یمن حالاتو ته په اشارې سره له اسلامي هیوادونو غوښتي ترڅو د صهیونیستي او امریکا د پروژو پر وړاندې مقاومت وکړي».

د یمن خلکو مقاومت دا وښوده چې په دې هیواد کې د ستونزې د هواری لاره پوځي لاره نده بلکې حالات باید د خلکو غوښتنو ته سر کیږدي او ددوی غوښتنې ومنل شي. او له دې سربیره« د بحرین خلک د قانوني غوښتنو او شرعي غوښتننې سره د خپلو غوښتنو پر پلي کیدو تینګار کوي».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *