د روسيي سفير له هغه هيوادونو چي په حلب کي له وسله والو ملاتړ کوي له دي ډلو سره د اړيکو د بندولو غوښتنه وکړه

په ملگرو ملتونو کي د روسيي سفير له هغه هيوادونو چي په حلب کي له وسله والو ملاتړ کوي له دي ډلو سره د اړيکو د بندولو غوښتنه وکړه له دي سره ده په حلب کي له وسله والو هم غوښتي ترڅو له اوربنده په گټې اخستني سره له دي ښاره ووځي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر وتیالین چورکین له هغه هیوادونو چې په سوریه کې د دولت له وسله والو مخالفینو ملاتړکوي، غوښتي ترڅو له دې ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او په دې سره د سوریې پّ ثبات کې مرسته وکړي.

له دې سره ده له وسله والو مخالفینو غوښتي ترڅو د امنو لارو له رامنځ ته کیدو ګټه پورته کړي او له دې ښاره ووځي.

ويتالي چورکين – “مونږ په دې باور چې ټولو هغه ډلو ته به دا مهمه وي چې په سوریه کې له وسله والو ډلو سره له پوځي او مالي مرستو لاس واخستل شي. مونږ یو ځل بیا له دې هیوادونو غواړو ترو له دې ډلو سره اړیکې پرې کړي او په دې سره د سوریې ستونزې ته د حل لارې په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړي.”

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر له نصرت جبهې او نورو وسله والو وغوښتل ترڅو د اوربند له فورصت څخه ګټه واخلي.

روسیې تیره ورځ اعلان وکړ له هغه مودې دوه ورځې وړاندې دوی خپل هوایي بریدونه درولي کوم چې اعلان یې کړی دی. د روسیې دفاع وزیر ویلي: روسییې او سوریې پر حلب هوایي بریدونه بند کړي ترڅو په دې سره د ملکي کسانو ته د وتلو لاره هواره شي. له دې سره روسیې یو شمیر هیوادونو ته سپارښتنه کړې ترڅو له دې ښآره وسله وال ایستول ته وهڅوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *