په لوګر کې ۲۰ تنه ماین پاکان تښتول شوي دي

په لوګر کې  ۲۰ تنه ماین پاکان تښتول شوي دي

د افغانستان د لوګر ولایت څخه لاسته راغلي راپورونه وايي، چې په دغه ولایت کې یوځل بیا ناپېژاندو وسله والو  څو تنه ماین پاکان تښتولي دي.

د یاد ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې نن له غرمې وړاندې ناپېژاندو وسله والو ۲۰ ماین پاکان له ټولو وسایلو او ګاډو سره نامعلوم ځای ته تښتولي دي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ددغه خبر د تایید ترڅنګ وویل، چې پيښه د مرکز پل علم اړوند د الیاس خان کلا په سیمه کې رامنځته شوې ده

صالح وایي تښتول شوي ټول ماین پاکان د “سټرلینګ” موسسې کارکوونکي دي، چې ولایتي اداره یې د خلاصون هڅي پيل کړې دي.

وسله والو طالبانو او نورې مخالفې ډلې تراوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ویلو ده، دا څوم ځل دی چې د لوګر ولایت څخه ماین پاکوونکي تښتول کيږي.

له دې وړاندې هم  د “هلو ټرسټ” په نوم د ماین پاکۍ مؤسسې ۹ تنه کار کووونکي تښتول شوي و، چې د سپین ږیرو په منځګړیتوب بېرته خوشې شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *