د بلخ ولايت روغتيايي مسولينو د لشمانيا يا کال داني ناروغي له ديرښته خبر ورکړی دي

د بلخ ولايت روغتيايي مسولينو د لشمانيا يا کال داني ناروغي له ديرښته خبر ورکړی دي دوي ويلي په دي وروستيو کي په دي ناروغي اخته په لسگونه کسان د درملني لپاره روغتونونو ته ورځي

لشمانیا او یا کال دانه د یو ډول خاورینې میاسی له امله رامنځ ته کیږي. د مزارشریف حوزوي روغتون د مسولینو په وینا ددوی ډيری ناروغان ماشومان دي هغه ماشومان چې په خلاصه فضا کې ژوند کوي او په هوساینې سره ددې میاشو ښکار ګرځي.

د مزارشریف اړوندې ځانګې مسول ډاکټر لطیف الله امیري ویلي، د سړې هوا په را رسیدوسره ددې میاشې د زیان نښې نښانې لیدل کیږي او له کله چې دا فصل را رسیدلی یو زر دوه سوه ناروغان دوی ته د درملنې په موخه ورغلي دي او اوس هم په لسګونه کسان د درملنې مرکزونو ته ورځي.

د بلخ د درملنې مسول ویلي، ددې ناروغۍ د مخنیوې په برخه کې باید په خپله خلک پاملرنه وکړي او په هغه سیمو کې چې د ماشومانو له شتونه مخنیوی وکړي کوم چې ولاړې اوبه پکې شتون لري. دوی په دې برخه کې د رسنیو رول هم ډیر مهم ښودلی دی.

دا ډول میاشې ډيری د شالي ولاړو اوبو او ورته دې ډول سیمو کې شتون لري او پرې اخته ډيری کسان د شولگرې، بلخ، شورتپه و دولت آباد اوسیدونکي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *