په فراه ولايت کې د پراخو عملياتو په لړکي وسله وال په شا تمبول شوي

په فراه ولايت کې د پراخو عملياتو په لړکي وسله وال په شا تمبول شوي دي د فراه والي وياند محمد ناصر مهري ويلي ددي عملياتو په پيليدو سره د فراه ښار يو ځل بيا د امنيت خاوند شوی دی

د فراه والي ویاند ویلي، ددې ښار په شمالي او ختیځو سیمو کې وسله وال هغه مهال په شا وتمبول شول کله چې ددوې پر وړاندې عملیات پیل شول. سیمه ایزو خلکو د خوښیو په څرګندولو سره له افغان ا منیتي سرتیرو مننه کړې او له دوی څخه یې د چنیزو عملیاتو د دوام غوښتنه کړې ده.

د ښاغلي مهري په وینا، وسله وال طالبان له هغه ډیریو سیمو په شا تمبول شوی کوم چې په تیرو وختونو کې یې تر لاسه کړې وې. نهه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د شمال او ختیځ له لوري د فراه پر ښار برید وکړ او ډيری سیمې یې ونیولې.

سیمه ایزو چارواکیو ویلي، په دې نښتو کې ډيری بهرنیو جنګیالیو ګډون کړی وو او په هغه سیمو کې یې چې نیولې وې د خلکو له کورنو غلا کړې ده.

له دې سره ویل شوي چې دې ولایت ته له مرکزه تازه دمي ځواکونه رسیدلي او په دې سیمه کې یې چنیز عملیات پیل کړي دي.

په تیرو څو ورځو کې د دولت وسله والو مخالفینو د فراه تر څنګ په هلمند، ارزګان، کندز او یو شمیر نورو سیمو کې په پراخو بریدونو لاس پورې کړی، خو د دوی بریدونه د افغان سرتیرو له لوري په شا تمبول شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *