په موصل کې داعش خپل ۵۸ جنګیالي وژلي دي

په موصل کې داعش خپل ۵۸ جنګیالي وژلي دي

د عراق په موصل کې داعش یوه ډله کسان نیولي چې غوښتل یې د عراق حکومت ته واوړي او د موصل په نیولو کې ورسره مرسته وکړي.

داعش دغه ډله تیره اونۍ ونیوله او د دغې ډلې ۵۸ کسان یې اعدام کړل.

د موصل د ښار اوسیدونکو د رویټرز سره په ټلیفون خبرې کړي او ویلي یې دي چې داعش دغه کسان په اوبو کې تر هغو بورې غوپه کړې دي چې مړه شول او بیا یې د موصل ښار ته نږدې په ډله ییزه قبر کې ښځ کړل.

د موصل د ښار د پنځو اوسیدونکو د معلوماتو په حساب، چې ټول یو رقم وو، په وژل شوو کسانو کې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي یو ځاي مشاور هم شامل و.

د البغدادي د دغه ځايي مشاور په اړه ویل کیږي چې د عراقي حکومت سره د یو ځای کیدو طرح یې جوړه کړې وه.

رویټرز د دغې ډلې د مشر نوم نه خپروي دا ځکه چې د هغه کورنۍ ته کیدای شي چې خطر متوجه وي. همداراز دغه خبرې آژانس د موصل د هغو اوسیدونکو نومونه هم نه دې خپاره کړې چې معلومات یې ورکړي دي.

داعش موصل په ۲۰۱۴ کال کې ونیوی او دغه ښار د داعش په لاس کې تر نورو ښارونو غټ دی. د جګړو نه مخکې په موصل کې دوه میلیون کسان اوسیدل.

عراقي چارواکو څو ځلې ویلي دي چې په د موصل د نیولو لپاره به ډیر ژر عملیات پیل کړي. تمه ده چې په عملیاتو کې به د عراق د پوځ سره کردان او سني او شیعه ملیشې مرسته وکړي او د امریکا په مشري ائتلاف به یې هوايي ملاتړ وکړي.

که چیري موصل د داعش نه ونیول شي نو د داعش تر ولکې لاندې نیمایي سیمه به د دغې ډلې د واک نه ووځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *