د سويس هيواد په لوزان سيمه کي د سوريي په هکله ناسته پيليدونکې ده

د سويس هيواد په لوزان سيمه کي د سوريي په هکله ناسته پيليدونکې ده

دي هيواد ته د روسيي او امريکا بهرنيو چارو وزيران رسيدلي او له دي دوه هيوادونو سربيره به د ځيني سيمه ايزو هيوادونو استازي هم گډون وکړي

د کرملین ویاند ویلي، د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سویس ته له تګه مخکې د ترکیې له لومړي وزیر رجب طیب اردوغان سره خبرې کړي دي. دده په وینا، دا خبرې له ترهګرۍ سره د مبارزې څرنګوالي، پّ سوریه کې د پوځي لارو بدلون او ځینو نورو برخو په هکله شوې دي.

ديميتري پسکوف- “دواړو لورو د ګدو پوځي لارو په هکله سره خبرې کړي دي. په دې خبرو کې بیلا بیل موضوعات یاد شوي چې یوه برخه یې د توغندیو د ځای پر ځای کیدو په اړه وه. له دې سره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او سرګي لاوروف د نړۍ په نورو مسایلو کې د دواړو هیوادونو د همکاریو په هکله خبرې کړې دي.”

د روسیې بهرنیو چارو وزیر د ترکیې له ولسمشر سره په انقره کې د انرژی اړند ناستې په څنډه کې سره لیدلي، د هغه ناستې په څنډه کې چې تیره اونۍ په لاره اچول شوې وه. له ډې سره چې ټاکل شوې په سویس کې د سوریې ستونزې د هواری لپاره ناسته تر سره شي ایران هم اعلان کړی چې ددوی د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف به هم په دې ناسته کې ګډون وکړي.

څو ورځې وړاندې امریکا او روسیې اعلان کړی وو چې د سوریې ستونزې د هواری لپاره به په خپلو کې یو ځل بیا خبرې پیل کړي او په دې موخه به په سویس کې ناسته ولری. په دې ناسته کې به د امریکا او روسیې سربیره ایران، ترکیه، عربستان، عراق، مصر او قطر ګډون وکړي. دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې په دې ناسته کې د ایران د ګډون پر وړاندې غبرګونونه پاریدلې وو.

د سوریې مسله د ایران او عربستان ترمنځ د ستر اختلاف مسله ده. عربستان د سوریې دولت له وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *