د سوريي، سويلي سوډان، او يمن ستونزي د ملگرو ملتونو لوي منشي له لومړيتوبونو څخه شميرل کيږي

د سوريي، سويلي سوډان، او يمن ستونزي د ملگرو ملتونو لوي منشي له لومړيتوبونو څخه شميرل کيږي

د ملگرو ملتونو راتلونکي لوی منشي ژمنه کړې چي په دي هيوادونو کي دستونزو د هواری په برخه کي به نه ستړې کيدونکي هڅې وکړي

بانکي مون په داسې حال کې خپله دنده د ملګرو ملتونو راتلونکي لوی منشی ته پریږدي، چې نړۍ د هر وخت په پرتله له ناامنۍ سره مخ شوې ده. په ځانګړې توګه منځنی ختیځ کې چې د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو د جګړې ډګر ګرځیدلی دی. خو اما آنتونیو کوتریس ویلي، په نړۍ کې سوله به دده له لومړیتوبونو کارونو څخه وي.

آنتونتيو گوتريس- ” په لومړیو کې زه د سوریې له خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوم. زه کله چې د کډوالو کمیشنر وم ددې شاهد وم چې سوریانو په ټول اخلاص سره خپلې پولې د عراقي او فلسطیني کډوالو پر مخ پرانستلې اود زړه له کومې یې سره دوی سره همکاري کوله. نو ځکه زه به خپله ټوله هڅه وکړم چې په دې هیواد کې سوله رامنځ ته کړل شي. هغه څه مې چې د سوریې په هکله وویل، د یمن او سویلي سوډان په برخه کې به هم ورته ګام پورته کړم.”

د ملګرو ملتونو نوی ټاکل شوی لوی منشي مخکې له دې د کډوالو چارځانګې د ریس په توګه دنده تر سره کړې ده او تیره اونۍ دی د ملګرو ملتونو د راتلونکې مشر په توګه وټاکل شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *