ترکیې امریکا ته خبرداری ورکړی
ترکیې امریکا ته ویلي، انقره کولای شی ډېر جدی ګامونه پورته کړی که واشنګټن د اسلامی خطیب «فتح الله گولن» ترکي ته د سپارلو پروسه وځندوی. دا خطیب د ترکي چارواکو د کودتا د سازمان ورکوونکی په تور تورن کړی دی. رجب طیب اردوغان په انقره کې د قاضیانو او څارنوالانو د نوماندانو په مخ کې دا بیان کړل. اردوغان: «امریکا د تروریستی سازمان مشران پټوی، دا یوه ډېره ستونزمنه لوبه ده، موږ باید ډېر محتاط اوسو. که چیری د گولن د جرمونو بهیر وځنډول شی، نو موږ کولای شو ډېر جدی ګامونه پورته کړو.» دهغه په وینا FETÖ (د گولن سازمان، چې په انقره کې ترهګر ګڼل کیږی) د ټولو منابعو نه مرسته اخلی تر څو خطیب «فتح الله گولن» د امریکا نه ترکي ته راستون نشی.