سویلي کوریا د شمالي کوریا د ولسمشر وژلو لپاره ځانګړۍ ځواک جوړوي

د جنوبي کوریا د ځمکنیو پوځونو سرقوماندان ویلي، چې د اردو قوماندانۍ د داسې ځانګړو پوځي قطعاتو جوړول پیل کړي، چې د بحران د راپیدا کېدو په حالت کې به د شمالي کوریا د حکومت د له منځه وړلو وس ولري. د دغه کار د کولو اړتیا د هغه اټومي ګواښ په رڼا کې راپیدا شوی، چې له شمالي کوریا څخه راپورته شوی دی. هغه ازمایښتونه، چې کیم چن این د ټولوژنې د وسلو په ساحه پیل کړي، کولای شي، چې د کوریا په ټاپووزمه کې حالات دومره تاوده کړي، چې له تودوخې به یې د جګړې اور بل شي. په دغه حالت کې به جنوبي کوریا د ځانګړو دندو خپل کنډکونه وکاروي. دغه ځواکونه به پر MH-47 چورلکو سربېره په ډېرو نوو وسلو سمبال وي. د دغو پوځونو دنده به د دښمن خاورې ته ورننوتل او د دښمن د قوماندانۍ له منځه وړل وي. شمالي کوریا دمخه اعلان وکړ، چې د اټومي وسلې د لومړي کارولو هوډ نه لري، خو دېته چمتو ده، چې د نورو هېوادونو بریدونو ته ځواب ورکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *