د کډوالو په هکله له ایران او پاکستان څخه د عبدالله عبدالله غوښتنه

د کډوالو په هکله له ایران او پاکستان څخه د عبدالله عبدالله غوښتنه

اجرايي ريس عبدالله عبدالله له ايران او پاکستان څخه غوښتي ترڅو په خپلو هيوادونو کي له افغان کډوالو سره د نړيوالو قوانينو او دوستی له مخي چلند وکړي ښاغلي عبدالله تيره ورځ د جينو په ناسته کي له دي دوه هيوادونو غوښتي ترڅو په زور سره افغان کډوال ايستول ته اړ نکري

په جينو کي تیره ورځ د افغانستان، پاکستان، ایران او ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې ترمنځ څلور اړخیزه ناسته تر سره شوه. په دې ناسته کې اجرایی ریس عبدالله عبدالله وویل: د هغه کډوالو ستونزو هوارول کوم چې خپل هیواد ته را ګرځي، د حکومت له لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي، خو کوربه هیوادونه باید کډوال په زور سره له خپلو هیوادونو ونه باسي.

دوی له ایران او پاکستان هیوادونو څخه غوښتي ترڅو کډوالو ته په خپله خوښه پړاو په پړاو د وتلو لاره هواره کړي.

عبدالله ویلي: «زه غواړم په دې ناسته کې ټولو ګډونوالو ته وړاندیز وکړم ترڅو تول له هغه هوکړې چې په نړیواله ټولنه کې شوې د کډوالو پر وړاندې چلند وکړي او په خپله خوښه هیواد ته ددوی د را ستنیدو لپاره لاره هواره کړي چې په دې سره به افغان کډوالو په موصونه توګه خپل هیواد ته را وګرځي».

اجرایه ریس ویلي: په کوربه هیوادونو کې باید افغان کډوالو ته اجازه ورکړل شی ترڅو په ښه توګه خپلې سوداګریزې چارې پر مخ بوځي او په ډاډه زړه خپل هیواد ته را وګرځي. عبدالله کډوالو ته د پاکستان له لوري د ټاکل شوې ګواښ نیټې په هکله وویل، دا ګواښ نیټه باید وغځول شي. له دې سره د تیرې ورځې په ناسته کې د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې مسول ویلي: له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې باید د افغان کډوالو د بیرته ور ګرځیدو لپاره په ښه توګه لارې هوارې کړي. ده له ایران او پاکستان څخه وغوښتل ترڅو له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو له مخې چلند وکړي.

په دې ناسته کې د پاکستان د کډوالو چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ ویلي: هیواد یې د افغان کډوالو د بیرته ګرڅیدو په برخه کې له افغانستان سره همکاري کړې او دا پلان د دواړو هیوادونو په غوښتنه تر سره کیږي.

له دې سره د ایران کورنیو چارو وزیر مرستیال له نړیوالې ټولنې وغوښتل ترڅو په دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *