د ملگرو ملتونو امنيت شورا به له امريکا او روسيي په سوريه کي اوربند ته د درنښت غوښتنه وکړي

د ملگرو ملتونو امنيت شورا به له امريکا او روسيي په سوريه کي اوربند ته د درنښت غوښتنه وکړي

فرانسوي چارواکيو ويلي دا غوښتنه به د يوه پريکړه ليک په ډول وشي خو روسيي ويلي چي دا غوښتنه به ويتو کړي

د سوریې په هکله د امریکا، روسیې او ځینو نورو هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو په ډيرښت سره به د امنیت شورا د فرانسې له لوري وړاندیز شوې غوښتنې ته رایې ورکړي. ددې هوکړې له مخې روسیه او امریکا باید په سوریه کې اوربند ته درنښت ولری خو د روسیې استازې په دې هکله زړه نازړتوب ښکاره کړی دی.

مارک آيرولت- “سبا ته هغه ورځ ده چې ریښتینولي به په ډاګه شی دا به هغه پیښه وي چې د ا منیت شورا غړي به رایه ورکړي چې آیا تاسو به حلب کې اوربند غواړی او که نه؟ له دې وروسته به د روسیې ځواب روښانه شي دا هغه مسله ده چې تیره ورځ مې سرګي لاوروف ته هم وویل.”

ويتالي چورکين- “د فرانسې پلان د بیړې یو کار دی او زه په دې باور یم چې دا پلان به په سوریه کې له اوربند او د ملګرو ملتونو له استازي سره مرسته ونکړي بلکې دا پلان به د روسیې له ویتو سره مخ شي او دا ډول پیښه چې د امنیت شورا د خپل یوه غړي د محدودیت لپاره ګام پورته کوي، ساری نلري.”

له بل لوري د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي: باید د جنګې جنایاتو په هکله د سوریې او روسیې پر وړاندې څیړنې پیل شي.

جان‎کري- ” دا فعالیتونه هر اړخیزې څیړنې ته اړتیا لري دا پیښې جنګي جنایت شمیرل کیدای شي او هغه کسان باید ځواب ویونکي وي کوم چې دا پیښې یې تر سره کړي دي هغه کسان چې د ملکي کسانو په وژنو لاس پورې کوي باید ووایي چې ددوی موخه څه ده؟”

په داسې حال کې چې ډيری کسان له هغه سیمو چې د جګړې ګواښ پکې شتون لري، کډه کولو ته اړشوی، د فتح الشام وسله والې ډلې د ملګرو ملتونو هغه غوښتنه چې له حلب څخه د ووځي رد کړې ده. ددې ډلې یوه ویاند ویلي، دوی په حلب کې د وژل کیدو ته چمتو دي. د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اسټیفن ډیمستورا تیره ورخ له دې سره چې سوریې اوروسې ته یې د حلب په هکله خبرداری ورکړی، له فتح الشام وسله والې ډلې وغوښتل ترڅو د حلب دوه سوه اویا زره اوسیدونکي برمته نکړي او د حلب له ختیځو سیمو ووځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *