د ايران او مالزيا سوداگريزي اړيکي پراخيږي
د ايران او مالزيا سوداگريزي اړيکي پراخيږي
دې دوه هيوادونو کوالالامپور ته د ايران ولسمشر حسن روحاني د سفر پر مهال دا پريکړه کړې ده
د ایران ولسمشر حسن روحاني، د مالیزیا له لومړي وزیر نجیب رزاق سره په یوه ګډه خبرې ناسته کې له دې سره، چې پّ دواړو هیوادونو کې د شرکتونو پرانستولو او پانګونو لپاره په ښه توګه لاره هواره شوې ویلي: د دواړو هیوادونو ترمنځ بانکي اړیکې د ټولو اقتصادي اړیکو بنسټ جوړوي.
د مالیزیا لومړي وزیر محمد نجیب رزاق ویلي: دوی له ایران سره په هر اړخیزو اړیکو کې هیڅ ډول خند نه ویني او له تهران سره بانکي ستونزې باید هوارې شي ځکه چې دا د اقتصادي اړیکو او ودې کلي ده.
له دې سره دواړو مشرانو په نړۍ کې ترهګري لویه ستونزه ښودلې او له دې ښکارندې سره یې د ټولو هیوادونو د مبارزې غوښتنه کړې ده.