د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالي کي 60 سرحدي پوليس د دولت له وسله والو طالبانو سره يوځای شوي دي

د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالي کي ۶۰ سرحدي پوليس د دولت له وسله والو طالبانو سره يوځای شوي دي ويل شوي چي دا سرتيري دوی ته د مرستو نه رسيدو له مخي اړ شوي ترڅو وسله والو طالبانو ته تسليم شي

د بادغیس ولایتي شورا مرستیال د جمعې په ورځ ماښام مهال د دولت له وسله والو مخالفینو سره د شپیتو پولیس سرتیرو له یوځای کیدو خبر ورکړی، ویلي یې دي چې دا سرتیري د پوځي تجهیزاتو او امکاناتو د نشتون له کبله له وسله والو مخالفینو سره یوځای شوي دي. د ښاغلي افضلي په وینا، د موریچاق قلعې امنیتي پوستې وسله والو مخالفینو نیولې دي. خو بل لور ته د والي ویاند خالد صافی په دې هکله بیخبري ښودلې ویلي یې دي چې په دې هکله امنیتي مسولینو ده ته څه ندي ویلي. له دې سره په دې هکله بیلا بیل ډوله ریپوټونه ورکړل شوي دي. د موریچاق سیمه، چې پکې پولیس له وسله والو سره یوځای شوي له ترکمنستان هیواد سره ګډه پوله لري او په بالا مرغاب ولایت کې له نا امنو سیمو څخه شمیرل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *