په حلب کې د امریکا د درواغجن اوربند تر سیوري لاندې!

په حلب  کې د امریکا د درواغجن اوربند تر سیوري لاندې!

ددې هجري کال په وروستیو کې د سوریې په حلب ښار کې تر اوسه د نارو غږونه اوریدل کیږي!

هغه غږ چې ټاکل شوې وه د اوربند تر سیوري لاندې نه وی اوریدل شوی او کورنۍ نور نه وی غمجنې شوې!

د سوریې په دې ښار کې که د شیعیه میشتو یا سني میشتو سیمې دي د تکفیریانو له لوري جګړه روانه ده او دامریکاد دروغجن اوربند تر سیوري لاندې بیګناه کسان وژل کیږي.

هغه خلک چې سوله غواړي او ژوند کوي

هغه خلک چې هوساینه غواړي

هغه خلک چې نور له وژنو او وژل کیدو ستړي شوي دي

هغه خلک چې نور له وسله والو نښتو ستړې شوي او نور یې نشي زغملی

هغه خلک چې اصیل اسلام او رحمانتوب غواړي

نن هم د تیرو ورځو په څير په حلب کې خلک پر له پسې  خپلو شهیدانو خاورته د سپارلو مراسم تر سره کوي او په دې کې ډيری هغه کسان دي چې د خپلو موخو لپاره یې جګړه کړې ده.

خلک په دې سیمه کې هره ورځ د شهیدانو له مراسمو نمانځنه کوي د هغه شهیدانو چې د خپل هیواد او کورنیو د ساتلو لپآره یې په جګړو کې ونډه اخستې ده. سوله او آرامښت چې له کلونو راهیسې په دې هیواد کې روان وو او داسلامي ژوند په درلودلو سره یې له خپلو کورنیو سره په ګډه او د یوه بل ترڅنګ ژوند کاوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *