روسيي په رسمي توگه د طرطوس په بندر کي د s 300 توغنديو ضد سيستم د نښلولو پخلی وکړ

روسيي په رسمي توگه د طرطوس په بندر کي د s 300 توغنديو ضد سيستم د نښلولو پخلی وکړ له دي سره په سوريه کي د امريکا د نيغي مداخلي په هکله هم خبر ورکړل شوي دي

د روسیې دفاع وزارت له دی چی دا توغندي د طرطوق هوایي هډې د امینت خوندي کولو په موخه ځای پر ځای شوي او نورو ته کوم زیان نلري، ددې خبر پخلی کړی دی.

ايگور کوناشنکوف ” باید یادونه وکړم چې اس درې سوه سیستم دفاعی دی او دهیچا لپاره ګواښ نه رامنځ ته کوي د ډیرو مالوماتو لپاره باید ووایم چې دا ډول سیستم مخکې له دې هم په ناوګان او تور سمندر کې نښلول شوی وو.”

ددې خبر په خپریدو سره یو شمیر لویدیځو چارواکیو په دې هکله اندیښنه څرګنده کړې او واشنګټن پوست لیکلي چې کیدای شي چې امریکا په نیغه توګه د سورلې دولت له وسله والو مخالفینو سره همکاري پیل کړي. امریکا ویلي دوی په دې کړنې ځکه لاس پورې کوي ترڅو د بشار اسد حکومت اړ کړي چې اوربند او د وسله والو مخالفینو پر وړاندې خپل دریځ ته بدلون ورکړي.

خو له دې سره آیا د خبرو بیا پیلیدو امکان شته؟ سوریي کارپوهان دا موضع ستونزمنه او پیچلې بولي دوی د دیرالزور بریدونو پّ هکله بیلا بیل ډوله ریپوټونه د ښکیلو ټولو خواوو ترمنځ د ستونزو د ډیرښت نښې بولي خو له دې سره ویل شوي چې د خبرو لارې شتون لري.

محمد ورد – “په دې کې شک نشته چې د سوریې ستونزه سیاسي حل لاره شتون لري په سوریه کې ښکیل اړخونه باید له جګړې لاس واخلي بل لور ته ټول په دې تمه دي چې د امریکا له لوري به نوی پورته شوی ګام څه ډول وي هغه ګام چې په دې برخه کې به برخلیک لیکونکی وي.”

د بریتانیا لومړی وزیر حل سیاسي لاره غوره ګڼي خو له دې سره ددې هیواد لومړۍ وزیرې له نړیوالې ټولنې غوښتي ترڅو په روسیې ډير فشار راوړي ترڅو د حلب له نښتو لاس واخلي دې پّ سوریه کې روان حالات کړکیچه ښودلي او پّ دې برخه کې یې مداخلې حیاتي مسله بللې ده او پّ حلب کې یې د تاوتریخوالی د مخنیوی غوښتنه وکړه دوی له اروپآیي ټولنې غوښتي ترڅو دا جګړه ودروي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *