د الزهرا اونبل شهیدانو لمانځه
د الزهرا اونبل شهیدانو لمانځه
تیره ورځ د حلب ښار ۲۰ کیلومتری سره نیږدی نبل ښارګوټی په مرکزی جومات کې د الزهرا او نبل شهیدانو لپاره کلتوري او ځانګړي مراسم ترسره شول.
د دي مراسمو په لومړیو کې د نبل ښارګوټي، شیخ فیصل خرفان شهیدانو مقام ایثار او الله تعالا پر وړاندي د دوی ځای او منزلت په اړه خبري وکړي.
شیخ فیصل خرفان د دي مراسمو په لړ کې د نبي کریم (ص) له قوله د شهیدانو او مجاهدانو په اړه وویل: اتقوا اذی المجاهدین فی سبیل الله فاین الله یغضب لهم کما یغضب للرسل، ویستجیب لهم کما یستجب لهم.
نوموړي زیاته کړه: ان الله والرسول بینوا لنا مکانه الشهید ولمجاهد فی سبیل الله لکی نعرف ولکی نعطي لاصحاب المقام حقهم وشانهم ولا نبخسهم بحقوقهم .
له دي سره نومړي د مجاهدینو فی سبیل الله شهادت اوپه جګړه کې منزلت ته په نغوتي سره زیاته کړه ، مجاهدین پرته له دي چی کومه ویره ولری داسی پر دښمنانو باندی یرغل یعني برید کوي ته به وايي چی د نبی کریم (ص) او آل نبی نور د مخ پر وړاندي وینی او حرکت کوي.
شیخ خرفان خپله وینا په دي سوال سره پای ته ورسوله چی الله تعالی خپل شهیدانو او مجاهدینو ته څه ډول ډالی ورکوي؟
او د دي سوال بیرته په ځواب کې یی وویل: فان اول هدیتی الیهم ان اکشف لهم عن وجهی حتی ینظروا الی وانظر الیهم ثم لهم عندی مالایعلمه غیري.
ده پياوړي روحاني د دي ناستي په پای کې د اوسنی ځوانانو ایثار شهادت او کلتورته په نغوتی سره زیاته کړه چی د دوي دغه نرمه تګ لاره کولي شي د دښمنانو نرمي جګړي مخنیوی وکړي او د شهادت کلتور جوړونه په ټولنه کې ځاي پر ځاي کړي.