د يمن سويلي ساحلي سيمو ته 3 امريکايي جنگي بيړۍ رسيدلې دي

د يمن سويلي ساحلي سيمو ته ۳ امريکايي جنگي بيړۍ رسيدلې دي دا په داسي حال کي ده چي انصارالله د اماراتو يوه لويه پوځي بيړۍ چي د امريکا له لوري په کرايه نيول شوي وه ډوبه کړې او دوه ويشت اماراتي سرتيري پکي وژل شوي دي

د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې د باب المندب تنګي ته درې جنګي بیړۍ استول شوي دي، هغه سیمې ته کوم چې سور سمندر د عدن له سیند سره یوځای کوي.

د فاکس نیوز د ریپوټ له مخې د یمن سمندري څنډو ته د دې درې جنګي بیړیو پریکړه هغه مهال وشوه کله چې د شنبه په ورځ د انصارالله ډلې له لوري د اماراتو یوه لویه جنګي بیړۍ چې د امریکا له لوري په کرایه نیول شوې وه د لمخا په اوبو کې ډوبه کړل شول چې له امله یې دوه ویشت اماراتي سرتیري ووژل شول.

د ریپوټ له مخې سیمې ته له دریو امریکایي استول شویو بیړیو څخه دوه یې په پر مختللو توغندیو او وسله سنبال دي. له دی سره څخه یوه بله بیړۍ له نوي نسل څخه ده چې پکې وروستۍ تکنالوژی کارول شوې ده.

د امریکا پوځي چارواکي وایي: دوی تل په خلیج فارس سیمه کې خپل پوځیان په پرمختللو وسلو سنبال ساتلي دي.

یوه بل امریکایي چارواکي هم ویلي چې دوی دا بیړۍ ددې لپاره سیمې ته استولې ترڅو په دې هکله ډاډمن شي چې د تګ راتګ په لاره کې کوم خنډ شتون نلری.

د یمن جګړه دوه کلنۍ ته نږدې کیږي او په دې جګړه کې تراوسه لس زره کسان وژل شوي دي او ددې هیواد ټولې بنسټیزې برخې ویجاړې شوي دي. په دې جګړه کې د سعودي عربستان پّ ملاتړ ایتلاف هم ګډون لري او هڅه کوي ترڅو تښتیدلی ولسمشر عبدروبه منصور هادي واک ته ور وګرځوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *