د ټاکنو کمیسیونونو د نویو کمیشنرانو وروستی لست ولسمشر ته لیږل کیږي

د ټاکنو کمیسیونونو د نویو کمیشنرانو وروستی لست ولسمشر ته لیږل کیږي

د غوراوي کمېټې غړی یوسف رشید وايي، د روانې اونۍ تر پایه به د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پاره ۲۱ کسیز لیست چمتو کړي او د ټاکنو کمېسیونونو د نویو ۷ کمېشنرانو د غوره کولو له پاره دغه نوملړ ولسمشر ته ولېږي.

د رشید په خبره، دوی ۲۱ کمېشنران د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ۱۵ تنه نور کمېشنران یې د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون ته وړاندیز کوي، چې له دې شمېرو ولسمشرۍ ۷ تنه د ټاکنو کمېسیون او ۵ تنه د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون ته ټاکي.

د غوراوي کمېټې غړی وايي، دوی د ټاکنو کمېسیونونو له پاره کوم کمېشنران چې ولسمشر ته وړاندیز کړي، له حزبي، سیاسي تعلقاتو پرته د وړتیا له مخې وړاندیز شوي دي.

د اجرایوي ریاست د ویاند مرستیال امید میثم د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د میزان په ۲۴مه ڼېټه د ټاکنو پیلولو په اړه وویل، چې په دې نېټه د ټاکنو پیلول امکان نه لري.

د افغانستان مدني ټولنې ګډې کاري ډلې غړي له غوراوي کمېټې غواړي، چې د کمېشنرانو په وړاندیز کې له غور کار واخلي او واجد شرایط کسان معرفي کړي.

د دې ډلې غړی خلیل روفي وایي، چې د کمېسیونونو د کمېشرانو په ټاکنه کې دې، جنسیتي برابري په پام کې ونیسي.

د غوراوي کمېټې په کار پیلول د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړه لیک له مواردو دی او د ټاکنیز نظام د سمون له پاره د ټاکنیز نظام د سمون ځانګړي کمېسیون د کار له پیل وروسته دویم  هغه ګام دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *