قطر د ناسمو خپرونو سره، چې کیدای شي سعودي عربستان د ترکیې په کودتا کې لاس درلودلی وي

ولیعهد ترکیې ته له سفر مخکې ویلي: قطر د ناسمو خپرونو سره، چې کیدای شي سعودي عربستان د ترکیې په کودتا کې لاس درلودلی وي، غوښتل د ترکیې او سعودي عربستان اړیکې خرابې کړي.

شاهزاده محمدبن نایف بن عبدالعزیز ولیعهدد وزیرانو مجلس رئیس ترکیې ته له سفره مخکې د سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د اوسنیو اړیکو ستاینه کړې ویلی یې دي، دواړه هیوادونه په سیمه کې له ځانګړې قدرت څخه برخمن دي. ده ویلي د دواړو هیوادونو ټینګې اړیکې کولای شي د اسلامي نړۍ پر مسایلو  ګټوره اغیزه وکړي.

ده ویلي سعودي عربستان د هغه هیوادونو په مخ کې دی کوم چې په ترکیه کې د اوسني نظام او دموکراسۍ پر وړاندې کودتا وغندله او د انقلاب لپاره هیڅې په کلکه رد کړې او د سعودي عربستان د چارواکیو له لوري یې ځای ځایګي ته د اردوغاان د بیرته را ګرځیدو مبارکي ورکړې ده.

ده ویلي په ترکیه کې د ناکامې کودتا په هکله د عربستان موضوع له لومړیو ښکاره وه او ده دې ته اشاره درلوده  چې د قطر په څیر ځینې عربي هیوادونو په دې کودتا سره هڅه کوله تر څو د دواړو هیوادونو اړیکې ترینګلې کړي او دا وښیي چې په ترکیه کې له کودتا سعودي عربستان ملاتړ کاوه.

له دې سره ولیعهد له روسیې سره د اړیکو په هکله د مصر،سوریېعراقاوایران،په هکله له ترکیې سره د اړیکو ترینګلتیا رد کړه ویلي دي: که چیرې  ترکیه په سوریه کې د ولسمشر په توګه د بشار اسد د پاتې کیدو غوښتنه هم وکړي عربستان به په دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي  او د رایو په اکثریت سره به په دې برخه هوکړه وکړي.

ده ویلي چې دی به د دې سفر په لړ کې د  ترکیې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره پّ  دې مسایلو خبرې ولري . له عادالجبیر سره مل پلاوی د بهرنیو چارو وزیر، د مالیې وزیر  او چارو وزیر او فرهنګ وزیر او ځینې نور مسولین شتون لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *