د آزادې مبارزې اتل احمد ولي هوتک د سیالی لپاره روسیې ته لاړ

د آزادې مبارزې اتل احمد ولي هوتک د سیالی لپاره روسیې ته لاړ

د افغانستان د ازادې مبارزې تکړه لوبغاړی احمد ولي هوتک د راتلونکې مهمې سیالۍ له پاره نن (دوشنبه) ورځ د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د ځای ناستي مشر محمود حنیف له خوا روسیې ته ولاړ.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې احمد ولي هوتک به خپله راتلونکې سیالۍ له اوکرایني سیال سره وکړي.

ټاکل شوې ده، د احمد ولي هوتک او اوکرایني ایوان کزاچینکا ترمنځ سیالۍ به د روانې اکتوبر میاشتې په ۸ مه نېټه د روسیې په پلازمینه مسکو کنسرټ تالار کې وشي.

ایوان کزاچینکا د ازادې مبارزې تکړه لوبغاړی دی، چې د روسیې تابعیت لري او د دې هېواد په ګټه لوبیږي.

احمد ولي هوتک د افغانستان د ازادې مبارزې سیالیو په تاریخ کی یوازینی لوبغاړی دی، چی تراوسه یی په خپلو ټولو نړیوالو مسلکي سیالیو کې بریاوې خپلې کړي دي.

د احمد ولي هوتک د رخصتولو په غونډه کې د افغانستان المپیک ملي کمېټې ځای ناستي مشر محمود حنیف وویل، د افغانستان المپیک ملي کمېټه یوازې المپیکي سیالیو پورې ځانګړی ده، خو دا چی دوی د افغانستان ورزش پرمختګ ته ژمن دي، نو ځکه د هر افغان ورزشکار خدمت ته ولاړ دي.

دغه راز احمد ولي هوتک بیا په غونډه کی د افغانستان المپیک ملي کمېټې له مالي او معنوي مرستو مننه وکړه.

احمد ولي هوتک وویل، د خپل سیال خلاف سیالۍ ته پوره چمتو دي او ژمنه یې وکړه، چې د نورو سیالانو په څېر به راتلونکې اونۍ خپل اوکرایني سیال ته هم ماتې ورکوي او له اتلولۍ سره به هېواد ته راستون شي.

د شیرډوګ په نوم د ازادې مبارزې د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، احمد ولي هوتک په تېرو ۳ کلونو کې ۴ نړیوالې مسلکي سیالۍ کړي، چې په لومړیو ۳ سیالیو کې یې هندي سیالان خو په وروستۍ لوبه کې یې ۴ میاشتې وړاندې په روسیه کې روسيي سیال یوریا ریبوج ته ماته ورکړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *